د سين هوا اژانس د خبر له مخی،د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د اکتوبر په څليرويشتمه نيټه زلزله ځپلو خلکو او مړه شويو کسانو ته د همدردی او خواشينی د څرګندولو لپاره پاکستان ته ولاړ. د افغانستان د حکومت لخوا په خپره شوه اعلاميه کی ويل شوی چه ښاغلی حامد کرزی به په جلا جلا توګه د پاکستان د جمهوررئيس مشرف، صدراعظم عزيز او نورو مامورينو سره کتنی وکړی او له دوی سره به په پاکستان کی د بين المللی مرستندويو عملياتو او زلزله ځپلو خلکو ته د افغانستان د مرستو په باب بحث وکړی. له دې نه وروسته چه د اکتوبر په اتمه نيټه د پاکستان د کشمير په سيمه کی زلزله وشوه، افغانستان سمدستی د هغه هېواد حکومت او خلکو ته مرستی برابری کړلی دی .
|