<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-24 16:50:39    
په تبت کی د ايکلوژيکی چاپيريال ساتنه

cri

هيله ده چی د سږ کال په دوهمه نيمايی کی به د چين های او تبت ترمنځ اوسپنيزه لاره د تبت د خودمختاری سيمی مرکز لاسا ته أورول شی . خلک د نوموړی پروژی د ګټی د رسولو په عين وخت کی هم د نوموړی پروژی د عملی کولو په بهير کی د چاپيريال د ساتنی مسئلی ته پاملرنه اړوی .په ننی پروګرام کی به په تبت کی د چاپيريال د ساتنی په باب تاسو ته معلومات وړاندی کړو .

د جون په وروستيو لسو ورځو کی د چين های او تبت ترمنځ اوسپنيزه لاره د لاسا د شمال په ٨٠ کيلومتره د يانګ با جينګ تم ځای ته وغزيده . مونږ داسی حالت ګورو چی د کارکوونکو د ژوند سيمه او ساختمانی ميدان پاک دی .د دی اورګادۍ لاری د غزولو وظيفه په مئسوليت د چين د اورګادۍ لاری د يوولسم رياست په اړه د دريم شرکت د نوموړی اورګادۍ لاری د مسؤل مرستيال ليو ده جون وويل چی کارکوونکی د اورګادۍ لاری د غزولو په بهير کی د چاپيريال د ساتنی مسئلی ته پاملرنه اړوی او تر وسی پوری نباتات له تاوان څخه ځان ګوښه کوی .له دی نه علاوه په ساختمانی ميدان کی کثافت له منځه يوسی .

په تبت کی د نوموړی اورګادۍ لاری په شان د ستر اساسی تاسيساتو پروژی هم زياتی دی او دلين ځی هوايی ميدان پروژی پکی شاملی دی .د تبت د خودمختاری سيمی د ايکلوژيکی چاپيريال دساتنی د رياست رئسی ډاکتر ځانګ يونګ ځه وويل چی (اواز...........................)د تبت د خودمختاری سيمی حکومت د تل دپاره د اقتصادی ابادی او د ايکلوژيکی چاپيريال د ساتنی ترمنځ په هماهنګ انکشاف باندی ټينګار کوی او د اقتصادی انکشاف او د ايکلوژيکی چاپيريال ترمنځ د تضاد د له منځه وړلو دپاره يی د ايکلوژيکی چاپيريال او اقتصادی انکشاف د عمومی پاليسی د طرح کولو ميکانيزم جوړ کړی دی او ټولی پروژې بايد د چاپيريال د ساتنی د غوښتنی سره سم عملی شی .هغه وويل چی له دی امله چی په تبت کی ايکلوژيکی چاپيريال ضعيف دی ، نو ټولی پروژی بايد د ايکلوژيکی چاپيريال د ښه ساتلو په بنا تر جدی ارزيابی لاندی ونيول شی .

توريزم د تبت د اقتصادی ودی په بهير کی د ملا د تير حيثيت لری او په تبت کی د جومولاما د څوکی او د يالوجانبو د لويی دری په شمول ځانګړی طعبيی منظری زيات توريستان راجلبوی .جانګ يونګ ځه وويل چی تبت ته د زياتو کسانو د راتللو په اثر د توريستی ټولنی شخصيتونه په دی ښه پوهيږی چی د ايکلوژيکی چاپيريال ساتنه د تبت د توريستی چارو بنسټ دی .نو هر کال د تبت د ايکلوژيکی چاپيريال د ساتنی رياست او د توريستی چارو رياست په ګډه سره په مهمو توريستی ځايونو کی د قانون سره سم د ايکلوژيکی چاپيريال د ساتنی دپاره په پلټنی لاس پوری کوی .(اواز...................)

اوس مونږ تصور لرو چی په مهمو توريستی ځايونو کی د ايکلوژيکی چاپيريال د حالت او د توريستانو د منلو شمير تحقيقات وکړی ترڅو په دغو ځايونو کی د توريستانو شمير محدود او ايکلوژيکی چاپيريال ښه شی .

ځانګ يونګ ځه وويل چی د جومولاما غرني څوکه په نړۍ کي ډير شهرت لري او هر کال زيات توريستان او علمي کارکوونکي ددي څوکې د ليدودپاره تبت ته ځي ، د ځانګ يونګ په نظر بايد ددې څوکې په شاوخوا کي د چاپيريال د ښې ساتنې دپاره لازم قانون جوړ شي څو چه علمي څيړنې او څوکې ته د پورته کولو فعاليتونه محدود شي .

په نژديو کلونو کی د تبت د يالوجانبو سيند په دواړو غاړو کی مصنوعی ځنګلی ٤٠ زرو هکتارو ته رسيدلی دی چی په دی اثر د هونګ هه ګو په سيمی کی هوا په ښکاره توګه بدله شوی ده او د لاسا او ځه دانګ اوسيدونکی له دی نه ګټه اخيستی دی .

د ځه دانګ علاقه داری اوسيدونکی هه شيو سيو وويل چی په محلی سيمی کی د چاپيريال د ساتنی دپاره د ځنګلونو د ايښودلو نه وروسته (اواز...........) د ځنګلونو د ايښودلو نه مخکی د شان نان په سيمو کی باران نه شته مګر د نوموړی ځنګلونو د ايښودلو نه وروسته اکسيجن زيات او د باران فصل رامنځته شوی دی .

که څه هم په تبت کی د ايکلوژيکی چاپيريال د ساتنی په بهير کی ځينی ثمرونه تر لاسه شوی دی ،مګر د تبت د خودمختاری سيمی د ايکلوژيکی چاپيريال مسئول جانګ يونګ ځه نظر لری چی د تبت د ايکلوژيکی چاپيريال وظيفه ډيره سخته ده .