د چين د شن جو شپږم لمبر په نامه انسان وړونکی فضايی بيړۍ د پنځه ورځنی الوتنی نه وروسته د اکتوبر په اوه لسمه نيټه په ټاکلی ځای کی ځمکی ته راښکته شوه. له دې څخه څرګنديږی چه د چين دوهمه انسان وړونکی الوتنه په پوره بری سره پای ته ورسيده او د چين د انسان وړونکی بيړۍ د الوتنی چاری ستر ګام پورته کړی دی.
د چين د انسان وړونکی پروژی د عمومی قومندان مرستيال هو شه شيانګ وويل چه د شن جو په نامه د شپږم لمبر فضايی بيړۍ برياليتوب د چين د انسان وړونکی چارو د دوهم قدم د پيل په توګه بلل کيږی.
د شن جو شپږم لمبر په نامه فضايی بيړۍ د اکتوبر په دوولسمه نيټه د شمال لوېديځ چين د جيو چوان د توغندۍ د توغولو په مرکز کی فضا ته وتوغول شوه چه پکی دوه تنه کيها نوردانو فضا ته سفر وکړ.
چين په ١٩٩٢ کال کی د انسان وړونکو فضايی بيړو د جوړولو او الوتنو پلان پيل کړ او په هغه وخت کی د درو ګامونو پلان جوړ شو . د څو ګونو کلونو کوششونو نه وروسته ،په ٢٠٠٣ کال کی چين په بری سره د شن جو پنځم لمبر په نامه فضايی بيړۍ وتوغول او لومړی چينی پيلوټ فضا ته ولاړ او يوويشت ساعته په فضا کی پاتی شو.دغه راز چين د امريکی او روسيی نه وروسته دريم هېواد ګرځېدلی دی چه په خپله يی انسان وړونکی الوتنه تر سره کړی ده. چين د انسان وړونکی د بيړۍ د الوتنی لومړی قدم پورته کړ.
له دوه کالو نه وروسته ، چين يو ځل بيا په بری سره دوهمه انسان وړونکی بيړۍ وتوغوله . د شن جو پنځم لمبر فضايی بيړۍ په نسبت، په شپږم لمبر فصايی بيړۍ کی د پيلوټانو شمېر دوه تنه وً او په فضا کی يی وخت د يوويشتو ساعتونو څخه پنځه ورځو ته زيات شو او فضانوردانو د لومړی ځل لپاره په فضايی بيړۍ کی د فضا انسان ګډونکی ازموينه وکړه .
د چين د انسان وړونکی پروژی عمومی انجنير وانګ جه يونګ وويل چه په حقيقت کی داسی څرګنديږی چه که څه هم په دغه ساحه کی د چين د پيل وخت د امريکی او روسيی په نسبت د شل ګونو کلونو نه وروسته و،مګر اوس د چين د انسان وړونکی الوتنی تخنيک په نړۍ کی لومړی ځای نيول دی.
په شن جو شپږم لمبر په نامه فضايی بيړۍ کی د فضانوردانو د کار او ژوند لپاره د بيلا بيلو شيانو تدارکات شوی وً، نو دغه بيړۍ په فضا کی د فضانوردانو لپاره د حقيقی کور په توګه ګڼل کيږی.
د نوموړی فضايی بيړۍ د توغولو راکټ د اوږد مارش په نامه دوهم راکټ دی چه د چين لخوا پخپله جوړ شوی دی. دغه راکټ اوس په چين کی تر ټولو دروند،اوږد او پيچلی راکټ دی. د دې راکټ په مهمو سيستمونو او برخو کی د کوپی تخنيک استعمال شوی،يعنی د راکټ ښه والی دوه چنده تامين شوی دی.
نوموړی راکټ د چين د فضايی الوتنی د تخنيک د شرکت لخوا جوړ شوی چه د دې شرکت د عمومی رئيس جانګ چينګ وی په قول،نوموړی راکټ ته يی اوه لس ځله تخنيکی ښه والی ورکړی دی . د داسی تدبيرونو په واسطه نه يوازی د دې راکټ کيفيت او دقيقوالی لوړ شوی، بلکی د فضانوردانو لپاره هم ښه زمينه برابره شوی ده.
په دوه کاله کی چين دوه ځله انسان وړونکی فضايی بيړۍ په بری سره پای وتوغولی او دندی يی بشپړی بريالی وی،له دې څخه څرګنديږی چه په دغه ساحه کی د چين تخنيک ورځ په ورځ پوخ شوی دی. په تيره بيا د شن جو شپږم په نامه د فضايی بيړۍ د برياليتوب څخه د چين د انسان وړونکی تر بيړيو لوړ تخنيک څرګنديږی.