<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-24 19:24:19    
د چين د قومونو په باره کی د اوريدونکی هجرت الله فريادی صاحب پوښتنی ته ځواب

cri

ګرانو اوريدونکو ، د پاکستان د هری پور له کمپ څخه هجرت الله ( فريادی ) په خپل تازه ليک کی له مونږ څخه دا پوښتنه وکړه چه په چين کی څو قومونه او څه يی نوميږی ؟ د پروګرام په دی برخه کی به د هغه دی پوښتنی ته ځواب ورکړو او په عين وخت کی به د چين د قومونو په باب نور معلومات هم ورکړو .

چين يو داسی واحد هيواد دی چه شپږ پنځوس قومونه او يو مليارډ دری سوه مليونه نفوس لری ، په نړۍ کی له هغو هيوادنو څخه شميرل کيږی چه نفوس يی ډير زيات دي .

د چين د شپږ پنځوسو قومونو نومونه په دی ډول دی : هان ، منګوليا، خوی، تبت ، ويغور، مياو، يی، جوانګ، بويی، کوريا ، مان ، دونګ، ياو، بای، توجيا، هانی، قزاق ، دای، لی، ليسو، وا، شه، ګاوشان، لاهو، شوۍ، دونګ سيانګ، ناسی، جينګ پو، قرغز، تو، داور، مولاو، چيانګ ، بلانګ، سالا، ماو نان، ګه لاو، سيبو، أچانګ ، پومی، تاجيک، نو، ازبک ، روسيه، عوينک ، ده عانګ، باو

أن، يوګو، جينګ، تاتار، دولونګ، اوروڅون، خه جه، مونبا، لوبا او جينو . برسيره پردی ، په چين کی لږ شمير هغه خلک هم ژوند کوی کوم چه أيا دوی په کومو قومونو پوری اړه لری ؟ چه تر اوسه پوری نه دی پيژندل شوی . په چين کښی د هان قوم نفوس د نفوسو د عمومی شمير په سلو کښی څه نا څه دوه نوی

برخه تشکيلوی او د نورو قومونو نفوس يوازی په سلو کښی اته برخه نيسی . څرنګه چه د هان قوم نه پرته د نورو پنځه پنځوسو قومونو د نفوسو شمير نسبتأ کم دی، نو د چين د عادت له مخی دوی ته ٌ ملی اقليتونه ٌ بلل کيږی٠ د دغه ملی اقليتونه خلک اکثرأ د چين د شمال لويديځ، جنوب لويديځ او شمال ختيځ په سيمو کښی ژوند کوی٠

د تاريخ د انکشاف په ډيره اوږده موده کښی د چين د بيلا بيلو ملی اقليتونوخلک د هيواد په ګرد چوکاټ کی عمومأ د هان له قوم سره په ګډوډه توګه اوسيږی، خو د هيواد په ځينو سيمو کښی په جلا جلا توګه د يوه کوم قوم ګڼ شمير خلک ژوند کوی٠ د پنځه پنځوسو ملی اقليتونو څخه د خوی او مان له دوو قومونو نه پرته چه د هان قوم ژبه استعمالوی ، د نورو بيلا بيلو قومونو وګړی خپلی قومی ژبی يا د هان قوم ژبه استعمالوی ٠ د کلونو کلونو راهيسی ، د چين د شپږ پنځوسو قومونو خلک د خپل هيواد د نهه مليونو شپږ لکو مربع کيلومترو په پراخو خاورو کښی په ګډه سره کار او ژوند کوی او په مشترکه توګه يی د چين لرغونی تاريخ او ځلاند کلتور رامنځ ته کړی او کوی يی ٠

******** ********* **********

درنو اوريدونکو ، همدااوس مو د چين د قومونو په باره کی څه معلومات

واوريدل او اوس به د چين د نفوسو په ارتباط له تاسو سره هم څه وغږيږو .

ټولو ته معلومه ده چه د چين د نفوسو شمير د نړۍ له هر يو هيواد څخه اوښتی دی . د ٢٠٠٥ کال د جنوری تر شپږمی نيټې پوری د چين په لويه وچه کی د نفوسو عمومی شمير يو مليارد او دری سوو مليونو ته ورسيد . دغه رقم يو ځل بيا دا څرګندوی چه د نفوسو د زياتوالی د حالاتو په وړاندی بايد د کورنيو چارو د

لارښوونی په باب د چين اړونده پاليسی هم دوام ولری .

د کورنيو چارو د لارښوونی په باب پاليسی د چين يو اساسی پاليسی ده او تحقق يی د چين له واقعی حالاتو شرايطو سره سمون خوری . د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو نه وروسته له ١٩٤٩ کال نه نيولی تر ١٩٨٠ کاله پوری د چين نفوس ٤٣٠ مليونه تنه زيات شول . د نفوسو د چټک زياتوالی د مخنيوۍ په غرض د چين حکومت د مجبوريت له مخی په ١٩٨٠ کال کی د هيواد په ګرد چوکاټ کی د هغی پاليسی په تطبيق پيل وکړ کوم چه يوه ميړه او ښځه يوازی يو ماشوم زيږوی .

د نوموړی پاليسی په تطبيق سره د چين د نفوسو دچټک زياتوالی تمايل بطی شوی او د نويو ماشومانو د زيږيدنی ميزان يی د ١٩٧٠کال په زرو کی له ٣٣ اعشاريه ٤٣ څخه د ٢٠٠٣ کال په زرو کی ١٢ اعشاريه ٤١ ته ټيټ شوی او د طبيعی زياتوالی ميزان يی د ١٩٧٠ کال په زرو کی له ٢٥ اعشاريه ٨٣ څخه د ٢٠٠٣کال په زرو کی ٦ اعشاريه ٠١ ته کم شوی دی .

امأ د نوموړی پاليسی د تطبيق په بهير کی د هيواد د حالاتو او شرايطو د بدلون سره سم لږ څه تعديلات هم را منځ ته شوی دی . د ٢٠٠٠کال د می په اوومه نيټه د چين حکومت د نفوسو او کورنيو چارو د لارښوونی د کار د پياوړتيا له لاری

د زيږيدنی د ټيټی سويی د ساتلو په باب پريکړه وکړه او پکی ټاکله شوی ده چه بايد په راتلونکو لسو کالو کی د نفوسو شمير له يو مليارد او څلورو سوو مليونو تنو څخه زيات نه کړی او موجوده پاليسی دی وساتل شی ، يوه ميړه او ښځه دی ته تشويق کيږی چه يوازی يو اولاد پيدا کړی او د اړوندو قوانينو او مقرراتو سره سم هغوی ته هم اجازه ورکول کيږی چه دوهم اولاد وزيږوی .