د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د اکتوبر په څليرويشتمه نيټه د م م په اړه د بشری چارو د هماهنګی دفتر له بين المللی ټولنې څخه غوښتنه وکړه چی په پر له پسی توګه د ژمې د يخنۍ د مخنيوۍ دپاره د پاکستان زلزلې ځپلو خلکو سره مرسته وکړی. نوموړی دفتر وويل چی اوس د پاکستان د شمال په غرنی سيمه کی د هوا د حرارت د درجې ټيټېدو او د خوراکونو او کاليو د کمښت له امله زيات شمېر زلزله ځپلو کسانو په تښتېدو پيل کړيدی. د خبر له مخی، په راتلونکو څو ورځو کی به په پاکستان کی سخت بارانونه وشی او د سخت باد په اثر به د حرارت درجه به ټيټه شی.
|