<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-25 17:19:50    
 د چين د ملی جشن دپاره د سره زر په نامه اونی کی د هوی قوم د يوی ښځی او خاوند نيکمرغه ژوند

cri

ټولو ته معلومه ده چه د هر کال د اکتوبر لومړنی ورځ د چين د ملی جشن ورځ ده . په روانی مياشتی کی د چين خلکو د سره زر په نامه يوه بله اونی تيره کړه .د سره زرپه نامه اونی په چين کی په جلا جلا توګه د پسرلی جشن ، د کار او زيار جشن او د ملی جشن په وخت کی اوه ورځنی رخصتی ده .په عين وخت کی د سره زر په نامه اونی اوږده رخصتی هم ده . په نوموړی اونی کی خلک سياحت ، خرڅلاو او استراحت کوی او خپله ستړيا هېروی. د ښځه او ټولنه په نننی پروګرام کی به تاسو ته يوه مضمون وړاندی کړو چه عنوان چه عنعون يی دی : د چين د ملی جشن دپاره د سره زر په نامه اونی کی د هوی د قوم يوی ښځی او خاوند نيکمرغه ژوند .

بای جون شوی د هوی قوم يوه ښکلې ميرمنی ده او د نوموړی خاوند لي يان ژون نوميږی . کور ته د تګ په لاره کی . بای جانی خبريالې ته په خوشحالې سره وويل چه ( اواز ) :

په تيرو څو ورځو کی مونږ د چين د داخلی مغوستان د مرکز هخاخت ته ښار ته ولاړو،هلته هوا ډيره ښه وه . مونږ د جنګ جي س پاچا قبر ، د داجاو د معبد په شمول يو شمير تاريخی اثار وليدل .برسيره پردی ، مونږ محلی جومات او د هوی قنګ شي له په نامه دښتی ته هم وړلاو .په دی موده کی زه په لومړی ځل په اوښ سپور شوم . بای جانی به موسکا شو . خبريالی ورنه ه پوښتنه وکړه چه ولی داخلی مغولستان ته وړلای ؟ هغی وويل ( اواز) :

زه ځکه هلته ولاړم چه د سره زر په نامه د دی اونی په وخت کی اوه

ورځی رخصتی وه او زمونږ اقتصادی حال هم ښه دی . د بېجينګ او هخاخت ترمنځ عمومی سړک ډير ښه دی ، مونږ د موټر په واسطه هخاخت ته په څه د پاسه پنځه ساعتو نو کی ورسيدو.د هخاخت په څلورو سيمو کی د هوی قوم دپاره يوه خاصه سيمه شته او مونږ په اسانی سره پکی ډوډی وخوړلی شوه . خبرياله د بای جانی د خبرو څخه پدی وپپوهيدله چه دوی ډير خوشحاله دی .په دی وخت کی د بای جانی خاوند لی صاحب وويل ( اواز ) :

په هوخه هاو ته کی مسلمانان ډير دی . په دی ځای کی د هرمسلمان سپين ږيری په سر سپين خولی ليدل کيږی . هلته ډر لوی لوی جوماتونه شته. ويل کيږی چه په هو خه هاو ته کی پنځوس زره تنه مسلمانان اوسيږی . دوی له مونږ سره په صميمی احساساتو خبری وکړی . د مسلمانانو د اوسيدو په سيمو کی د حکومت د توجه په اثر ساختمانی کار په اقتصادی بيړه انکشاف کوی . خلک زمونږ د مسلمانانو رسم او رواج ته ډير درناوی کوی .

د دوی له څيری نه څرګنديږی چه دوی ډير خوشحاله دی . لی صاحب وويل : ( اواز )

پدی سفر کی مونږ واقعی چمنونه او د مالداری ژوند وليد ، سفر مو په خوښۍ سره تير شو . زړه مو ډير خوشحاله شو .

ګرانو اوريدونکو ، د ځوانی بای سفر يوازی او يوازی د زرګونو چينايانو څخه يو دی . هيله ده چه تاسو زمونږ له پروګرام څخه هم د ملی جشن په ورځو کی د خلکو د خوشحالۍ د احساساتو په هکله لږ څه پوه شوی ياست .

ګرانو اوريدونکو ، د ښځه او ټولنه نننی خپرونه په همدی ځای پای ته ورسيده ، ستاسو د خوشحالې په هيله .