<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-25 19:35:24    
د اولمپيک د معاصرو سپورتی لوبو لومړنی طلايی مدال

cri

د امريکی لوبغاړی جامس کانولی د دری قدمه ليری ټوپ وهلو په لوبه کی يو ډيرتکړه ورزشکار ؤ او د امريکی دمتحدو ايالاتو په ملی مسابقه کی قهرمان شو . خو کله چه د اولمپيک په لومړنی سپورتی لوبی کی د برخه اخيستنی لپاره يی د هارورد له پوهنتون څخه رخصتی وغوښتله ، پوهنتون ورڅخه ډډه وکړه . نو په دی وجه هغه ډير په قهر شو او له زده کړی څخه د لاس اخيستلواو له نوموړی پوهنتون نه د وتلو پريکړه يی وکړه او له نورو ملګرو سره يی يوه ډله جوړه کړه او يونان ته لاړ او هلته د دری قدمه ليری ټوپ وهلو په لوبه کی د ١٣ اعشاريه ٧ مترو په موفقيت سره د اولمپيک د معاصرو سپورتی لوبو لومړنی قهرمان وګرځيد .دغه بری د لرغونی زمانی د اولمپيک د سپورتی لوبو د وروستی لوبی د پای ته رسيدو د ١٥٢٧ کلونو نه وروسته لاس ته راغلی ؤ .

* له برتانيی او المان نه راغلی دواړه لوبغاړی په ګډه د تينس قهرمان شول

له دی امله چه د اولمپيک د لومړنيو سپورتی لوبو لپاره انتظامی کار دومره دقيق نه ؤ ، نو په دی بهير کی زياتی هغې دلچسپی پيښی وشوې چه د فکر يی نه کيده . مثلأ د تنيس په دوه نفری لوبه کی د قهرمانۍ لقب د برتانيی جان بورانډ او د المان فورز تلاون وګاټه . د يادونی وړ خبره دا ده چه جان بورانډ د برتانيی د سپورتی هيات رسمی ورزشکار نه ؤ ، هغه د اوکسفورډ پوهنتون يو محصل ؤ چه يونان ته د سفر په ورځو کی يی په تصادفی توګه د نوموړی لوبی په سيالی کی برخه واخيستله .

* بيا ژوندی شوی مجسمه

د پرينستون پوهنتون د سپورتی ډلی په اړه د ډسک د غورځولو په لوبه کی قهرمان ګاراټ له هنر او سپورت سره خورا ډيره مينه درلوده او د ډسک غورځوونکی په نامه په هغه کتاب کی قهرمان او توريالی چه د ايتاليی د کلتوری او هنری احيا په دوره کی خپور شوی ؤ ، د ځان پرسته شخصيت په توګه وګاڼه . د سيالی د پيل دمخه د تمريناتو په بهير کی هغه د نوموړی شخصيت پيښې کولې او د رسمی سيالی په ترڅ کی يی په پوره زور سره ډسک وغورځاوه او بالاخره ډسک يی په ٢٩ اعشاريه ١٥ مترۍ کی ولويده او په دی توګه هغه د قهرمانۍ لقب ترلاسه کړ . وروسته ګاراټ د اولمپيک د سپورتی لوبو په اړه د ګلولې په لوبه کی د ١١ اعشاريه ٢٢ مترو په موفقيت سره لومړنی لمبر هم وګاټه . کله چه ګاراټ امريکی ته بيرته لاړ ، هغه نه يوازی دوه طلايی مدالونه بيرته راوړل ، بلکی يی په رسمی سيالی کی يو استعمال شوی ډسک او د ډسک د غورځولو تخنيک او مهارت هم بيرته له ځانه سره راوړ .

* د ماراتون د لوبی لومړنی قهرمان

ماراتون تل د يونان د روحيی د ښکاره کيدو نښه ګڼل کيږی . له دی امله چه د يونان ورزشکار سپريتون لويس د اولمپيک په لومړنی سپورتی لوبی کی د ماراتون د ځغاستی په سيالی کی بری وموند او ددی لوبی لومړنی قهرمان وګرځيد ، نو د هغه نوم د تل لپاره د اولمپيک د سپورتی لوبوپه تاريخ کی ځای

نيولی او د ماراتون قهرمان لويس د اولمپيک د روح شهرت ترلاسه کړی دی . د اولمپيک د لومړنی سپورتی لوبی د پای ته رسيدو نه را وروسته د ماراتون د ځغاستی لوبی په بيړه د نړۍ په مختلفو هيوادونو کی رواج موندلی او د اولمپيک په ټولو سپورتی لوبو کی د ډير هرکلی او توجه وړ سپورتی لوبه ګرځيدلی ده .