د سين هوا اژانس د خبر له مخی د اکتوبر په پنځه ويشتمه نيټه نړيوال بانک اعلان وکړ چی پاکستان ته به د څلور سوو اوياوو مليونو امريکايی ډالرو په اندازه مرسته ورکړي، څو چی د پاکستان د زلزلې ځپلو سيمو بيا ابادۍ پرمخ بيول شی. د نړيوال بانک رئيس پاول ولفويڅ وويل چی د دغې زلزلې ليدلی تاوانونه له اټکل څخه وتلی دی او پاتی شوی کسان په خرابه هوا کی له زياتو سختو ستونزو سره مخامخ دي. د پاکستان حکومت د نړيوال بانک له مرستې څخه خوښې څرګنده کړه. د پاکستان صدر اعظم شوکت عزيز وويل چی د نړيوال بانک مرسته د پاکستان د اړتيا وړ ده.
|