<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-26 17:59:29    
د نيکمرغۍ په نامه د کلي د بزګرانو نيکمرغه ژوند

cri

د چين د کليو د اقتصاد په پرمختيا سره اوس د چين د بزګرانو عايدات په ښکاره توګه زيات شوي دي ٠ د کليوالو د ژوند د کيفيت په اوچيتيدو سره د دوي د روحي ژوند اړتياوي هم زياتې شوي دي ٠ د چين د جنوبي خوا د جيان سي ولايت د نيکمرغۍ په نامه کلي شته چه د نوموړي ولايت د پينګ سياو د ښار په اطرافو کې واقع دي ٠ په دي وروستيو وختونو کې زمونږ خبريال له دغه کلي څخه ليدنه کتنه وکړه ٠ کله چه خبريال دغه کلي ته ورسيد ، بيا د کليو په لاره کې د د طبلو او ډول د وهلو د خوشحالي اوازونه يي اوريدل ٠ خبريال بيا وليدل چه د کليو په يوه پراخ ميدان کې کليوال چه ډول يي په ملا کې تړلي ، د هغه په وهلو سره نڅا کوي ٠ د معلوماتو له مخې دغه فعاليت د کليوالو ورځني ورزيش ګرزيدلي دي ٠ ميرمن ليو ون جي چه سږکال اته پنځوس کلنه ده ، خبريال ته وويل چه د دغه فعاليت له لارې نه يوازي روغتيا ښه شاتل کيږي ، بلکه روح مو هم ډير ښه ساتل کيږي ٠ هغې وويل چه عمومأ هر سهار ښځې په کورني چارو کې لګيا دي ، خو له غرمي نه وروسته مونږ سره يواځاي سندرې وايو او نڅا کوو او يا د ورزش په کلب کې لوبي کوو ٠ مونږ له بيلا بيلو کلتوري او سپورتي لوبو سره مينه لرو ٠

پرته د ورزشونو نه ډير کليوال په فارغ وخت کې د کليو په کتاب خانه کې کتاب لولي ، د شطرنج لوبې کوي يا موسيقي اوري ، فلم ګوري او په داسي نورو فعاليتونو کې برخه لري ٠ د تيرې پيړۍ د اومي لسيزي له پاي نه يعني د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسۍ د اجرا کيدو نه راهيسي په نوموړو کليو کې د اقتصاد د پرمختيا له پاره بيلا بيل چارې رامنځته شوي او ستر انکشاف يي موندلي دي ٠ لکه د کورينو ژويو او مرغانو د علمي روزنې او د معاصر رواجونو په برخو کې ستر موقعيتونه تر لاسه شوي چه په دي بهير کې د بزګرانو عايدات کال په کال زيات شوي او د ژوندانه سويه يي هم په پرله پسي توګه اوچته شوې ده ٠

د شتمنۍ په لاره کې د بزګرانو توجه عمومي عام المنفعه چارو او د چاپيريال ساتنې ته اړول شوې ده ٠ د دي کلي بزګرې ميرمن ليو حوي لان په وياړ سره خبريال ته وويل چه اوس زمونږ د ژوند چاپيريال پاک شوي ، کثافت ژور ښخ شوي او د سکرو د سوزيدو نه وروسته پاتي شوي خاکه هم ښخه شوي چه نه يوازي له دي لارې چاپيريال ښه شوي ،بلکه نوموړي کثافات په کود هم بدليداي شي ٠ اوس په نوموړي کلي کې په سلو کې نوي برخه مځکه چمنونه دي ٠ د کليو چاپيريال ورځ په ورځ ښه شوي دي ٠ اتيا کلن سپين ږيري کليوال ليو چنګ فون ټول عمر په دي کلي کې ژوند کوي ، هغه وويل چه اوسني وخت تر ټولو نه ډير ښه وخت دي ، ژوند مو شتمن شوي او چاپيريال مو هم ښکلي شوي دي ٠ هغه خبريال ته وويل چه اوسني ژوند ورځ په ورځ ښه شوي دي ٠ سپين ږيري او سپين سري هره ورځ په بهر کې ساده ورزش کوي ، کله کله مونږ تلويزيوني پروګرامونه ګورو او د خبرو له پاره يو بل کور ته ځو ٠ هغه خبريال ته وويل چه اوس زياتو کليوالو خپل اضافي پيسې د کليو د عام المنفعه چارو د پرمختيا له پاره اچولي دي ٠ مثلأ په دي کلي کې يو سړک چه پلنوالي يي دوه لس متره او اوږدوالي يي اوو کيلو مترو ته رسيږي ، د ټول کليو د څه د پاسه اتو سوو کليوالو له خوا د څه د پاسه يو مليونو ژن مين بي يوانو په اچولو سره او د څلورو کالو په موده کې جوړ شوي دي ٠

د نوموړي کلي د پرمختيا په بهير کې ښه چاپيريال او ښکلي منظرې زياتي توريستان هم ځان ته راجلب کړي دي چه دا هم د کليوالو د عايداتو د زياتوالي سبب شوي دي ٠ د کلي مشر ليو ده شان خبريال ته وويل چه په کليو کې د کورني ژوندد خوشحالې له فضا څخه ډک دي او کورونه مو پاک دي ، مونږ سياحانو ته پخپلو کورونو کې د پاتي کيدو اجازه ورکوو ٠ د دغه فعاليت په رامنځته کيدو سره ټول کليوال دخپل نيکمرغه ژوند د ترسره کولو له پاره لا نور ډير کوشش کړي او کوي ٠