<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-26 17:59:20    
د شن جن د عالي او نوي تخنيک انکشافي سيمه

cri

پنځلس کاله دمخه چين د نورو پرمختللو هيوادونو د مترقي تجربو څخه د ګټې اخيستلو سره سم په ټول هيواد کي د عالي او نوي تخنيک پنځوس انکشافي سيمې جوړې کړيدي . د پروګرام په دي لړ کي به د شن جن د انکشافي سيمې په باب لنډ معلومات واوري .

شن جن د چين په جنوب کي د ګوانګ دونګ په ولايت کي يو نوي جوړ شوی ښار دی او په دي ښار کي د عالي او نوي تخنيک انکشافي سيمه يوولس مربع کيلومتره مساحت لري او يو زر تصدۍ پکي شته . ښاغلي لين پو چه ددې سيمې د اداري کميټې مشر دی ، خبريال ته وويل (أواز) زمونږ هدف د خپل قوت په اتکا د عالي او نوي تخنيک د داسي انکشافې سيمې جوړول دي چه په نړۍ کي لومړي درجه نيسي ، نو بايد زمونږ په سيمه کي د تصديو د ودې دپاره مساعده زمينه برابره شي تر څو داسي غوره توليدات جوړ شي چه د پوهې د مالکيت حق ولري .

د عالي او نوي تخنيک د ودې دپاره د بهرنيو هيوادونو عمده تجربه دا ده چه د هغو تصديو دپاره چه د پرمختګ ښه راتلونکي لري ، ډول ډول لازم تجهيزات او غوره خدمت برابريږي چه دغه ډول خدمت په بهرنيو هيوادونو کي د هګيو د شاربلو د ماشين په نامه ياديږي . د زياتو کلونو راهيسې د شن جن انکشافي سيمې هم بيلا بيلو تصديو ته د بخارونو ، خالصو اوبو او متراکمې هوا په شمول د أزموينې دپاره لازم تجهيزات او وسايل برابروي چه په دي شرط تصدۍ انکشافي سيمې ته نقليږي او سمدلاسه په أزموينو لاس پوري کولاي شي .

د شن جن د تيان هه د دارو درملو د جوړولو شرکت د انکشافي سيمې د جوړيدو په لومړيو وختونو کي نقل شويدی ، ددې شرکت عمومي منيجير لي جيا هه وويل (أواز)

کله چه زمونږ شرکت تازه دي سيمې ته نقل کيده ، ورکشاپونه او لازم تجهيزات يي برابر

شويدي . نو زمونږ د شرکت دپاره د درملونو د توليدولو لومړي او دوهمه مرحله

ترسره شويده .

تراوسه پوري د شن جن د عالي او نوي تخنيک په انکشافي سيمه کي داسي څلويښت تصدۍ شته دي چه لازم تجهيزات يي ددوي دپاره برابر شويدي. د دغو تصديو څخه په سلو کي اويا برخه د هغو بااستعدادو ځوانانو لخوا جوړې شويدي چه په بهرنيو هيوادونو کي يي لوړې علمي درجې تر لاسه کړيدي .

د عالي او نوي تخنيک په انکشافي سيمه کي د فرضي پوهتونونو جوړول يو بل مهم تدبير دی . شن جن يو ځوان ښار دی چه پنځه ويشت کاله دمخه جوړ شو. تر اوسه پور ي په دي ښار کي دوولس عالي مدرسې شته او يوازي يو مجموعي پوهنتون دی ، نو شپږ کاله دمخه فرضي پوهنتونونه جوړ شول څو چه لا زيات بااستعداده کسان وروزل شي . فرضي پوهنتون دا معني لري چه د هيواد د مشهورو پوهنتونو پروفيسران په ټاکلي وخت کي شن جن ته ځي او په عين وخت کي د انترنيت او ليکونو له لارې زده کوونکو ته ورزده کوي . د څو کلونو راهيسې ددي ډول تعلمي شکل له لاري د شن جن د عالي او نوي تخنيک د انکشافي سيمې دپاره دوولس زره تنه فوق ليسانس روزل شوي او زيات شمير علمي اختراعات هم تر لاسه شويدي ـ

په انکشافي سيمه کي د مساعدې زمينې د برابرولو له برکته د هواوي په نامه ليميتيد تخنيکي شرکت د اوو کالو د ودې نه وروسته په داسي شرکت بدل شويدی چه د نړۍ په مخابراتي ساحه کي يي ډير مهم ځاي نيولی دی او د روان کال په لومړي نيمايي کي يي د پلورلو حجم يي درې ديرشو ميلياردو ژن مين بي يونو ته رسيدلی دی

چه د څلورو سوو مليونو امريکايي ډالرو سره برابر دی .ددې شرکت د عمومي منيجير مرستيال هو هون وي وويل (أواز) تير کال زمونږ د شرکت لخوا تر لاسه شوي عايدات درې څلوريښت ميليارده يونه وو چه له دې څخه څلور مليارده يونه د علمي څيړنې دپاره استعمال شويدي څو چه لا زيات اختراعات په توليداتو بدل شي . تر اوسه پوري نوموړي شرکت د هيواد په دننه او بهر کي شپږ زره پنځه سوه امتيازونه ثبت کړيدي چه دغه شمير د چين د نورو شرکتونو نه زيات دي .

د وروستيو کلونو راهيسې د شن جن په دي انکشافي سيمه کي د موبيل تيلفونونو ، کمپيوترونو ، سوفت وير او دارو درملو د توليدولو لوي شرکتونه جوړ کړي او وده يي کړيده . تير کال په دي انکشافي سيمه کي د تصديو لخوا ترسره شوي توليدي ارزښت د ښار د عمومي صنعتي توليدي ارزښت په سلو کي له نيمې برخې نه اوښتی دی .