<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-26 18:06:37    
يوې چيني معيوبی نجلۍ د م م په مقر کی سندره وويله

cri

زه له وطن څخه يوه شيبه هم نه جلا کوم ......لږه موده د مخه د م م د جوړيدو د شپيتمې کاليزی د نمانځنی په مراسمو کی د چين يوه خوندوره سندره چه نوم يي دی زه او زما وطن ، پورته شوه چه دغه سندره د يوې ١٥ کلنې چينايي نجلۍ جانګ جيا هوان لخوا وويله شوه . هغه په داسي سختی ناروغی اخته ده چه د يو مليونو تنو څخه يوازي يو په دي خطرناکې ناروغۍ اخته کيږي ٠

د ١٩٩٠ کال د نوامبر په مياشت کی جانګ جيا هوان د چين د سي ان ښار د يوه کارګر په کور کی زيږيدلې ده . کله چه هغه لسو مياشتو ته ورسيد ، په يوې عجيبې ناروغی اخته وه چه د تل لپاره نه شی دريدلی ، لږه موده وروسته پلار ئی خپل کور پريښود او بل ځاي ته لاړ٠

د نجلۍ د درملنی لپاره مور ئی له کار څخه لاس واخيست او له اجدادي ځاي سي ان څخه د جنوبی چين شن جن ښار ته لاړه ، هغې د خپلې لور د ناروغۍ د علاج دپاره زيات کارونه تر سره کړي څو چه زياتې پيسې لاس ته راوړي . که څه هم نجلۍ جانګ په ډيرو روغتونونو کي تر علاج لاندي راغلي ، مګر د ټولو پيسو په مصرف د دې ناروغی هيڅ ښه والي ندې راغلي ٠

کله چه نجلۍ درو کالو ته ورسيده ، مور ئی وليدل چه لور يي د سندره ويلو قوي توان لري ، نو فکر يي کاوه چه د خپلې لور څخه يوه سندرغاړې وروزل شي ځکه چه ددې په نظر د سندرو په ملګړتيا به خپله لور منفرده نه شي او ورته خوشحالۍ ورسول شي ٠

د معيوبې په حيث نجلۍ جانګ جيا هوان د سندره ويلو د زده کړی په وخت کی هم له

ډيرو مشکلاتو سره مخامخه شوې وه ٠ د بدني کمزورتيا له امله کله چه عمر يي اوو کالو ته ورسيده ، حتی خاپوړي هم نشوې کولې . ددې د سږو د کمزورتيا له امله پوره هوا نشي اخستلی چه دا د سندره ويلو په زده کړه کي ددې دپاره لومړني ستونزه وه .

د خاپوړي کولو د زده کړي دپاره نجلۍ جانګ د خپلو کوششونو له لارې ډير مشکلات ليري کړل او په نتيجه کي د تنفظ قوه يي قوي شوه او د سندره ويلو سويه يي هم ژر لوړه شوه ٠

د ٢٠٠٤ کال په پيل کی د نجلۍ جانګ ښوونکی دا خبر واوريد چه د سومان په نامه د سندره ويلو په هکله ١٤مه دوره مسابقه به ژر په المان کی جوړه شي ، نو جانګ جيا هوان دي ته تشويق وکړ چه په دغی مسابقی کی ګډون وکړي ٠ مګر د دغی مسابقی د اصولو سره سم ګډون کوونکي بايدد لوړو تحصيلاتو علمی درجه ولري ، مګر نجلۍ جانګ يوازی د درو کلونو لپاره درسونه لوستلي دي ٠ خو د نوموړی مسابقی انتظامی کميټی د نجلۍ جانګ د ټينګ عزم له امله موافقه وکړه چه هغه په مسابقی کی برخه واخلي او په دی توګه نجلۍ جانګ د دغی مسابقې د جوړيدو د پنځوسو کلونو نه راهيسی يوازنی چينايی او معيوبه لوبغاړی ؤه ٠ د خوښی وړ خبره دا ده چه جانګ جيا هوان په مسابقی کی ځانګړی جايزه او د سومان د مسابقې د استازی په نامه افتخاري لقب لاس ته راوړيدی ٠ د دې مسابقې انتظامي کميټې پريکړه وکړه چه له دې نه وروسته جانګ جيا هون ته د ګډون بلنه ورکړي ٠

د ٢٠٠٥ کال د می په مياشت کی د جنوبی چين د شن جن ښار د کلتور د رياست يو مامور هغه خبر واخيست چه د م م د جوړيدو د شپيتمي کاليزي د نمانځني په مراسمو

کي د ګډون دپاره چينايي لوبغاړي انتخاب شي ، نو سمدلاسه يي جانګ جيا هون ته

خبرتيا ورکړه چه په دغو عظيمو مراسمو کی د ګډون دپاره خپل نوم ثبت کړي . نجلۍ جانګ جيا هوان د خپل کوشش له لاری د اګيست په مياشت کی د بيجينګ په وروستي انتخابي مسابقی کی ګډون وکړ ٠ هغه د يوې ايتالوی سندرې په ويلو سره له سلو تنو لوبغاړو څخه بری وموند او د م م په مقر کی د سندره ويلو فرصت يي تر لاسه کړ ٠

ولی هغې دغه سندره ټاکلی ده چه نوم ئی دی زه او زما وطن ؟ هغې خبريال ته وويل چه ځکه چه ما د چين په نمايندګۍ د م م په مقر کی سندره وويله ، نو التبه يوه چينی سندره می انتخابه کړه او و مې غوښتل چه په خپله مورني ژبه دا سندره ووايم ٠