د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د پاکستان جمهوررييس پرويز مشرف په ٢٦نيټه د برتانيی د يوی ورځپاڼې د خبريال سره د مرکی په ترڅ کی وويل ، اټکل کيږی چه د هغی زلزلی له امله چه د روانی مياشتی په اتمه نيټه په جنوبی اسيا کی شوی وی ، پاکستان ته د ٥ مليادو امريکايی ډالرو په ارزښت تاوانونه رسيدلی دی .
د خبر له مخی ، د پاکستان د زلزلی په اړه د بيړنی مرستی غونډه په همدی ورځ په ژنيو کی جوړه شوه . م م هيله لری چه د بين المللی ټولنی لخوا ژمنه شوی مرستې ٥٤٩ مليونو امريکايی ډالرو ته ورسيږی . خو تر ٢٥ می نيټی پوری نوموړی مرستی يوازی ٩٠ مليونه امريکايی ډالره دي .