د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان د دولتی ټليويزيون د خبر له مخی، د اکتوبر په شپږ ويشتمه نيټه د پاکستان حکومت د طالبانو د پخوانی نطاق په شمول د طالبانو ديارلس غړی د افغانستان حکومت ته وسپارل. په نوموړو غړو کی د طالبانو دوه عالی رتبه مامورين هم شامل دی چه يو د طالبانو پخوانی نطاق لطيف الله حکيمی دی چه د ٢٠٠٤ کال راهيسی، د طالبانو د نطاق په توګه يی شهرت موندلی وً او په دايمی توګه يی د سپوږمکۍ د ټليفون او د افغانستان او پاکستان د موبايل ټليفونونو په واسطه بهرنيو اژانسونو ته خبرونه ور کول. نوموړی د اکتوبر په څلورمه نيټه د پاکستان د بلوچيستان په ايالت کی ونيول شو.
|