<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-28 17:40:33    
د چين د شانګهای اوم بين المللی هنری فيستوال

cri
ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! د اکتوبر په اتلسمه نيټه د شانګهای اوم بين المللی هنری فيستوال پرانيستل شو او د استراليا، امريکې، المان او مصر په شمول له څو هېوادونو او سيمو څخه راغلی هنرمندان په شانګهای کی راغونډ شوی دي او د دې فيستوال په بهير کی به د شانګهای نندارچيانو ته څه نا څه يو سلو شپاړس په زړه پوری نمايشونه وړاندی کړي. د هنر او کلتور په نننی پروګرام کی به تاسی د نوموړي بين المللی هنری فيستوال په هکله څه معلومات واورئ.
(لومړی اواز)
ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د شانګهای هنری ډلې او د استراليا د سيدنی د نڅاوو هئيت له خوا وړاندی شوی د هوا مو لان په نامه د نڅاوو د ډرامې يوه لنډه موسيقی واوريدله. د نڅاوو په نوموړی ډرامه کی يوه داسی قسه تصوير کېږی چی يو زر کاله دمخه يوه نجلی د خپل پلار پر ځای په نظامی پوځونو کی شامله شوه او لوی برياليتوب يی لاسته راوړ. د نوموړې ډرامې ډايريکتر د چين عنعنوی نڅاوې او د لويديځی نړۍ د معاصرې نڅاوې سره يو ځای کړی او په عين وخت کی يی له نوموړې ډرامې څخه د سوله ايز ژوند د تېرېدو په هکله د خلکو هيله څرګنده کړيده.
د چين د شانګهای بين المللی هنری فيستوال په چين کی د دولتی درجې يو لوی بين المللی هنری فيستوال بلل کېږی او د چين په دننه او بهر کی پراخه اغېزه لری. د سږنی دورې د تشکيلاتی کميټې مرستيال او د شانګهای د ښاروال مرستيال ښاغلي يانګ شياو دو خبريال ته داسی معلومات ورکړل.
(دوهم اواز)
د چين د کورنيو او بهرنيو کلتوری شخصيتونو د برخې اخيستنې او د مختلفو ټولنو د فعال ملاتړ له امله اوس د شانګهای بين المللی هنری فيستوال د هېواد په دننه او بهر کی د خلکو د توجه وړ او د چين او نړۍ ترمنځ د کلتوری تبادلې دپاره يو پل ګرځېدلی دی.
د نوموړي بين المللی هنری فيستوال په ترڅ کی د زياتو چينی ولسی هنرونو نه پرته، نندارچيان به د نورو هېوادونو له زياتو غوره نمايشونو څخه خوند واخلی.
( څلورم اواز)
د سوځېدلی فرش په نامه د استراليا لويو نڅاوو چی په نړۍ کی ډير شهرت لری، زيات شمېر نندارچيان ځانته راجلب کړيدي. علاوه پردې، دا لومړی ځل دی چی د المان د بايريچيس د باليت د ملی ډلې له خوا وړاندی شوی د ريموندا په نامه د باليت ډرامه د نندارې دپاره چينی نندارچيانو ته وړاندی کوی. د نوموړي بين المللی هنری فيستوال په بهير کی به د شانګهای نندارچيان د فلمونو زيات غوره موسيقی اورېدلی شی چی د امريکې د سينسيناتی په نامه د مشهور سمفونی ارکسترا له خوا وړاندی شی او په اختتاميه مراسمو کی به د برلين د فيلهارمونيک يو نمايش تر سره شی.
د شانګهای د نمايشونو بين المللی ننداتون هم د نوموړي بين المللی هنری فيستوال يو مهم فعاليت دی. له څه دپاسه ديرشو هېوادونو او سيمو څخه راغلو د څه نا څه څلور سوو بين المللی هنری سازمانونو نماينده ګانو په نوموړی نندارتون کی برخه اخيستی ده. د خبر له مخی په درو ورځو کی د شانګهای د نمايشونو په بين المللی نندارتون کی د يوسلو اوه ديرشو پلانونو دپاره د همکارۍ موافقې تر سره شويدي.
علاوه پر دې، په نوموړي بين المللی هنری فيستوال کی به نولس نندارتونونه او رنګا رنګ فعاليتونه تر سره شی. په دې جمله کی د شانګهای د ٢٠٠٥ کال د بين المللی ښار په نامه د مجسمې په نندارتون کی به دوولس تنه مشهور بين المللی مجسمه جوړونکي ګډون وکړی او د نوموړي نندارتون له لارې به زيات شمېر عادی خلک له زياتو غوره مجسمو څخه خوند واخلی. له پنځلسمې پېړۍ څخه تر شپاړسمې پېړۍ پوری د اروپا د کلاسيکو نقاشويو په نندارتون کی نندارچيان زيات شمېر غوره هنری اثار ليدلی شی.
ګرانو اورېدنکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واوريد چی عنوان يی و، د چين د شانګهای د اومې دورې بين المللی هنری فيستوال. هيله ده چی پروګرام مو خوښ شوی وی. ستاسو د روغتيا په هيله!