<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-28 17:51:43    
د ماليزيا مشره خور

cri

د روان کال د اکتوبر په ٢٠ نيټه د ماليزيا په ټول هېواد کی ټول وګړو د صدراعظم ميرمن يون دنګ محمود د مرګ په مناسبت وژړل٠ د ماليزيا صدراعظم ميرمن يون دنګ محمود په همدی ورځ د ٦٤ کلنی په عمرد سينی سرطان ناروغۍ په اثر مړه شوه٠ ګڼ شمير سياستمداران ، ديپولماتان او خلک د خپلو خواخوږی مراتبو د څرګندولو لپاره راغلی وو٠

مير من يون دنګ په ١٩٤٠ کال زيږيدلی و٠ په ١٩٦٥ کال کی د ماليزيا صدراعظم بداوی د واده کيدو نه وروسته د ميړه کارونو پوره ملاتړ وکړ او په سياسی ساحه کی يی د ميړه سره په کړاونو او غمونو کی شريک وه٠ په ٢٠٠٤ کال کی يی د خبريال سره د مرکی په ترڅ کی وويل : د سياستمدار کارونه هرومرو به له ستونزو سره مخامخ وی٠ فشارونه يی هم ډير وی٠ که چيری دی له خپلو کارونو سره رښتيانی مينه ونه لری، نشی کولی چې په خپلو کارونو ټينګار وکړی٠ باور لرم چې دی( بداوی) به هرومرو د دولتی مشر دنده په غاړه واخلی٠ د ده د ميرمن په هيث دا زما وظيفه ده چې د ده له کارونو سره پوره او بشپړ ملاتړ وکړم٠ صدراعظم بداوی تل داسی ويل چې يون دنګ د ده لومړنی ملاتړ کوونکی ده او ده ته يی سياسی الهيام ورکړی و او هميشه يی دی ته تشويق کاوه چی په سياسی سيالی کی لومړی توب وګټی٠

د ٤٠ کلونو په اوږدو کی د دوی واده د هيوادوالو ښه نمونه ده٠ يون دنګ او بداوی يو د بل سره تل تر تله مينه درلوده٠ يون دنګ د خبريال سره د مرکی په ترڅ کی وويل چې ميړه يی هره ورځ کار ته مخکی د دی پر مخ ښکل کوی يا لږ تر لږه د تګ نه مخکی له لومړنی پوړ نه دی ته تلفون ورکوی چې وايی دی به کار ته ځی٠ دوی هميشه يو بل ته داسی وويل چې زه له تا نه ډيره مينه لرم٠ حتی د خلکو په وړاندی د غسی صميمی جساسات هم نه پټوی چی يو د بل په غږ کی ونيسی يا يو د بل ښکل کوی ٠ د دوی ترمنځ واده چی ٤٠ کالو ته دوام کوی د وطنوالو په زړونو کی د کورنی اړيکو ښه نمونه ګرځيدلی ده٠

ميرمن يون دنګ چې په نرم اواز خبری کوی صادق حصلت لری٠ هغه تل د عام المنفعه د چارو لپاره هڅه کوله او د ښځو او ماشومانو مشر وعو حقوقو د ساتلو لپاره زيار وايست٠

پروفيسر نوم چامسکی: په نړۍ کی لومړنی منور ګڼل کيږی او پر امريکا باندی انتقاد يی تر ټولو نه زيات دی٠ د امريکا ژبه پوه يروفيسر نوم چامسکی د ټولی نړۍ لومرنی منور په نامه مشهور دی٠ هغه يو داسی سړی دی چې د ويتنام په ضد جګړو راهيسی د امريکا په داخلی او خارجی سياستونو باندی تر ټولو نه زيات اتنقاد کوی٠ د ارزيالی له څخه هغه غر تمن او فتح نه کيدونکی سړی دی٠ د ده په عقيده د صلاحيتونو په خلاف مبارزه د منورنيو حتمی دنده ده-

پروفيسر چاو مسکی سږ کال ٧٧ کلن دی او د امريکا په سياسی ژوند کی د غلطی او اشتباه د انتقاد په مقصد ئی څه د پاسه ٤٠ کتابونه ليکلی دی٠ يو نوی کتاب به چې د امپرياليزم طع نوميږی په راتلونکی مياشت کی له چا په ووځی٠ هغه په کتاب کی په امريکا باندی داسی انتقاد کړی چې پر عراق باندی د تيری بهانه د هترار هغه پخوانی مهانه په نسبت کمزوری ده٠ د پروفيسر چاومسکی ليکنه د منورينو د وجدن رښتيانی څرګندونه ده٠