<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-28 21:07:03    
د افغانستان يو جومات د طالبانو له بريد سره مخامخ شو او دری تنه مړه او نور دری تنه ټپيان شول

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د افغانستان يو مامور د اکتوبر په اته ويشتمه نيټه دا خبره تصديق کړه چه په دی وروستيو ورځو کی طالبانو د پکتيا او خوست په ولايتونو کی پر جوماتونو باندی د بريدونو په ترڅ کی د ښوونځی د کارکوونکو او يوه قبايلی مشر په شمول دری تنه ووژل او نور دری تنه يی ټپيان کړل .

محلی مامورينو د طالبانو نوموړی ناوړه اعمال سخت وغندل .

د سپټمبر په اتلسمه نيټه د افغانستان د لومړی پارلمانی انتخاباتو د بريالی کيدو نه وروسته د طالبانو وسله والو افرادو د افغانستان او په دی هيواد کی پر بهرنيو فوځونو باندی لا زيات بريدونه کړی او و يی ويل چه دغه ډول نظامی عمليات به تر هغه وخته پوری پای ته ونه رسيږی چه ټول خارجی فوځونه له افغانستان څخه ووځی .