<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-29 17:34:15    
ښځينه داوطلبانو د اتلسو کلونو دپاره له غريبوکسانو او بزګرانو سره مرسته کړی او کوی يی.

cri

د چين د شمال ختيځی برخی د لياو نينګ ولايت د چاو يانګ ولسوالی په کليو کی د دوو زرو تنو ښځينه داوطلبانو څخه جوړ شوی هغه خدمتی ټيمونه موجود دی چی له غريبو کسانو، بزګرانو او معيوبينو سره مرسته کوی او دوی ته د زراعتی تخنيکونو درس ور کوی او هنری نمايشونه ور ته ښيی .د ١٨ کلونو نه راهيسی که څه هم د نوموړی ټيم غړی په نوبتی توګه بدل شوی دی مګر د نوموړی ټيم خدمتی فعاليتونه نه دی قطع شوی .د ابتدايی احصائيی له مخی نوموړی خدمتی ټيمونه غريبو کسانو او معيوبينو ته د ١٥ زره جوړی کالی او جامی د بسپنی په توګه ور کړی او د سلو زرو ژن مين بی يوانو نغدی پيسی يی هم ور کړی دی چی په دی اثر اته سوو شلو کورونو له دی څخه ګټی اخيستی دی .

د چاو يانګ د ولسوالی نوموړی خدمتی ټيمونه په ١٩٨٧ کال کی جوړ شول او په هغه وخت کی د ښځو د لازيات رول د لوبولو دپاره د نوموړی ولسوالی د سنګ لی علاقه داری په لسو کليو کی د اووياوو ښځو له خوا لومړی ښځينه خدمتی ټيم جوړشوی او د نوموړی علاقه داری د غريبو کسانو او معيوبينو سره يی مرسته کړی دی او په جشنونو کی د سوغاتونو په ويشلو سره يی د دوی د حالت پوښتنه کړی ده او د مشکلاتو دحل دپاره يی له دوی سره مرستی کړی دی .

اوس د چاو يانګ د ولسوالی په ٣٣٠ کليو کی همدغه شان خدمتی ټيمونه جوړ شوی دی او پکی ٢١٠٠ ښځی غړيتوب لری .

د څو نژديو کلونو نه راهيسی د محلی اقتصاد او ټولنی د انکشاف له امله د بيلا بيلو درجو د ښځينه سازمانونو تر لاښوونی لاندی نوموړو ټيمونو خپل فعاليتونه لاپراخ او فعال شوی چی په دی بهير کی د دوی د فعاليتونو کيفيت او سويه لوړه شوی دی .د دوی د خدمتونو ساحی پراخی شوی دی لکه بزګرانو ته يی نوی زراعتی تخنيکونه برابرکړی او له بانکونو څخه د بزګرانو د پورونو د تر لاسه کولو دپاره يی هڅی کړی او بزګرانو ته يی هنری نمايشونه ښودلی دی . په څو کلونو کی د سنګ لی علاقه داری د سی شان کلی ښځينه خدمتی ټيم نه يوازی د غريبو کسانو د پورونو د تر لاسه کولو دپاره له غريبو کسانو سره مرستی کړی بلکه د چرګانو د روزلو د ٣٥ فارمونو او د سابو د ٢٠ګرين هوسونو د جوړولو دپاره له نوموړو کسانو سره مرستی هم برابری کړی دی چی په دی اثر د هر کور عايدات له اتو ژن مين بی يوانو نه تر لسو زرو ژن مين بی يوانو ته زيات شوی دی او بزګرانو په اساسی توګه له بيوزليتوب نه ژغورل شوی او شتمنۍ يی تر لاسه کړی دی .

د چاو يانګ ولسوالی د تای ځی علاقه داری د دونګ ياو کلی ښځينه خدمتی ټيم د کلتور او تخنيکونو د زده کړی دپاره محلی ښځی مشرانی ټاکلی دی او په عين وخت کی يی د حکومت د پاليسيو او په کليو کی د زده کړی وړ کسانو او کارونو د تبلغات کولو دپاره نمايشونه ښودلی دی .په ٢٠٠٤ کال کی د دونګ ياو کلی د نمونوی کلی په توګه د ښځو د ملی اتحاديی له خوا ټاکل شوی دی .

د نوموړو ټيمونو د فعاليتونو د ټينګيدو دپاره د چاو يانګ ولسوالی د بيلا بيلو درجو ښځينه سازمانونو د ټولو ټيمونو د غړو نومونه ليکلی او د دوی دپاره يی کاری هدف ټاکلی دی تر څو دوی د نوموړو ټيمونو مسئوليت په غاړه واخلی .

اوس د نوموړو ټيمونو فعاليتونه د چاو يانګ په ټولی ولسوالی کی مروج شوی دی .

د نوموړو ټيمونو غړی به په دوامداره توګه له غريبو کسانو او بزګرانو سره د مرستی دپاره زيات کوشش وکړی .