د سين هوا اژانس دخبر له مخی، د پاکستان او هند مامورينو د اکتوبر په نهه ويتشمه نيټه په اسلام اباد کی خبری اتری وکړی چه د کشمير د کنترولی کرښی د موقتی خلاصون په باب يی بحث وکړ تر څو د دې کرښی د دواړو خواوو کشميريانو ته اجازه ورکړی چه په ګډه توګه د زلزلې نه وروسته په امدادی عماليتو کی ګډون وکړی. نوموړی خبری اتری د پاکستان د جمهوررئيس پرويز مشرف د پيشنهاد سره سم جوړی شوی. پاکستان دا پيشنهاد وکړ چه د نوموړی کنترولی کرښی په اوږدو کی پنځه سرحدی تهاڼی خلاص کړی .
|