د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د پاکستان په زلزله ځپلی سيمه بلاکوټ کښی د چين د بين المللی امدادی ټيم د دوهمې ډلې لخوا جوړ شويو درو ګرځندو روغتونونو د اکتوبر په ٣٠ نيټه سهار د ناروغانو په علاج پيل کړيدی٠
د معلوماتو له مخی، د چين په ګرځندو روغتونونو کښی داخله څانګه، جراحی څانګه او د خاصې معاينې څانګه شاملې دی ٠
د چين د بين المللی امدادی ټيم مرستيال يانګ ځاو چن د امدادی ټيم له ډاکټرانو او نرسانو څخه غوښتنه وکړه چه بايد د زړه له کومی د پاکستان د زلزله ځپلو خلکو دپاره خدمتونه ترسره کړی او تر وسی پوری دی د دوی د ناروغۍ او ټپونو علاج وکړی٠