<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-30 17:29:15    
د جيا يو برج

cri

د جيا يو دره د چين د مشهور لوی ديوال په لويديځ کی اخری کوتل دی او د شمال لويديځ چين د ګان سو په ولايت کی د ګه بی صحرا په څنډه کی واقع ده٠ د جولای د مياشتی په صحرا کی غرمه ډيره توده وی، نو خبريال د لمر خاته نه د مخه د چينی او خارجی سياحانو سره يو ځای د جيا يو دری ته حرکت وکړ، د لږ مزل نه وروسته دره تر سترګو شوه٠ د دی دری په منځ کی يو جګ او عظيم برج ولاړ دی او دغه برج د دهليز په رنګارنګو ستونو، محدبی ژۍ او خاورينو اجرو او ابی ګاشی کاڼو ښکلی بريښی٠ له ورانه د مارپيچ په ډول لوی ديوال ، د ديدبان جګ برج او د چی ليان غره واورينه څوکه ليدل کيږی ، ته به وائی دا يوه مصنوعی او طبيعی نقاشی ده٠

ولی په قديمی زمانه کی د جيا يو په دره کی يو لوی برج جوړ شو؟ البته علت يی دا نه و چی هغه ځای ښکلی منظری درلودی، بلکی اصلی سبب يی دا و چی هغه يو ډير ستراتيژيکی اهميت لری او مرکزی چين ته د ننوتلو لياره ده ٠ د جيا يو برج په لويديځ او ختيځ کی غزيدلی ديوال د يوه ديب د دوو اوږدو موټانو په شان د چی ليان غره په شمال د يو زر کيلومترو په اوږدوالی د لوی دښت حفاظت کوی او د برج د باندی بی پايه پراخ بيا بان د جنګ لوی ميدان ګڼل کيږی٠ يو سياح په ظرافت سره وويل چی پخوا به جنرالانو او مارشالانو په دی جنګی ميدان کی د فوځونو قوماندانی کوله ، اوس په همدی ميدان کی لاهم نظامی بيرغونه رييږی او جنګی اسونه شنيږی ، مګر قوماندان يی د فلم او تلويزيون دايرکتر دی٠ دغه مشهور قديمی جنګی ميدان د خپل تاريخی ، جغرافيايی او طبيعی محيط په سبب مخ پر زياتيدونکی دايرکتران

راجلبوی ٠محلی خلکو ديلی چی د نوی چين د تاسيس نه راپدی خوا دلته شمير فلمونه او تلويزيونی پروګرامونه تهيه شويدی٠

که تاسی د جيا يو برج ته وخيژی ، نو د جيا يو دره په پوره توګه ليدل شی ٠ دغه برج د چين د لوی ديوال په اوږدو کی يو داسی برج ګڼل کيږی چی له تعميراتی لحاظه د نورو برجونو نه ښه ساتل شويدی٠ همدغه برج د يوه ښارګی په شان د داخلی او بهرنی ديوالونو او خندقونو نه جوړ شوی دی ٠ بهرنی ديوال ئی ١٢٤٣ متره اوږدوالی لری، دغه راز نور څه د پاسه لس قديمی ودانی هم شته دی ٠ په رښتيا هم دغه جګ او کلک ديوال د تيری کوونکو د بريدونو په مقابل کی ښه دفاع کولی شی٠ د جيا يو برج ٩ متره جګوالی لری او په برج باندی لوی يا کوچنی ودانۍ او احاطوی غاښور ديوالونه په زياتو کاڼو خښتو جوړ شويدی٠

ايا د جيا يو برج د چين د لوی ديوال لويديځ پای دی که نه ؟ يه ، داسی نه دی ځکه چی د جيا يو برج نه په اته کيلو متری کی يو ترصرګاه هم شته او د لوی ديوال د لومړنی ترصرګاه په نامه ياديږی ٠ مونږ په موټر کی دی ترصرګاه ته ورسيدو او و مو ليدل چی د سيند په غاړه ترصرګاه کنډواله لا هم جګه ولاړه ده ٠ پرته له دی نه د غره په لمن کی هم يو بل ترصرګاه ولاړ ده٠ مثلا د جا يو برج په بل اړخ کی چی د دی برج نه اوه نيم کيلومتره فاصله لری، د ګړنګونو په جنګ کی لوی ديوال هم جوړ شوی او د ګرنګونو د ديوال په نامه ياديږی٠ مونږ وليدل چی ديوال د خطرناکو ګړنګونو نه د غره تر څوکی پوری غزيدلی او سوق الجشی اهميت لری٠ سياحان کولی شی چی لاس په ديوال طبقه په طبقه وخيژی٠ دغه ديوال لاپخوا سخت وران شو او په ١٩٨٧ کال کی د جيا يو ګوان د ښاروالی لخوا د زياتو پيسو په واسطه ترميم شويدی٠

کله چی مونږ بيرته د جيا يو برج ته ورسيدو ، لمر په پريوتو و ، د فدرالی جرمن يو سياح داسی وويل چی د جيا يو شګرف او عظيم برج نه يوازی په چين پوری اړه لری، بلکی د ټولو انسانانو قيمتی تاريخی دارايی هم ده ٠ د جيا يو ګوان ښاروالی هميشه د تاريخی اثارو ساتنی ته ډير اهميت ورکوی٠