قانونی خلاګانی ډکول هم څه اسانه کار نه دی . هغه شوری چه په شپږ کالو کی د احزابو ډير مهم او ډير عاجل قانون په کرسی نشی کښېنولی او حکومتونه يی له نامه څخه ويريږی له دغسی شنډی دستګاه نه د قوانينو دتوليد اميد نشی کيدی . د اقتصادی حالت دښه کولو لپاره د معدنو استخارج هم له تصور نه وتلی کار دی ، څوک چه خپل ماليات او محصولات د ځينو مقتدرو اشخاصو له جيب نه شی راويستلی هغه به څنګه په تش لاس د حاچی ګک اوسپنه د غرونو له تل څخه راوباسی ؟
څه شی چه نسبتأ ممکن معلوميږی هغه د نراسا اداری سيستم سمون او فعال کول دی . دا کار که هر څومره مشکل دی مګر غير ممکن نه دی . که حکومت په ټينګ عزم او هغه جريت چه په حکومت قبلولو کی يی وښوده عملا دا کار شروع کړی ښايی چه د يوه لوی مادی او معنوی بدلون اساس کښېودل شی اوپه مملکت کی نوی سا وچليږی .
که دا اداره په عمل کی ښکاره شی چه حکومت په رښتيا د اداری قدرت خاوند دی او د خلکو ژوند ښه کولو ته يی په ايمانداری ملاتړلی د مملکت سياسی حيثيت به له دی نه ډير لوړ شی او جهانی اهميت به يی ډير زيات شی . ځکه چه يو ژوندی حکومت به منځ ته راشی او ملی قدرت به ورسره وی ، په دغه صورت کی به خارجی امدادونه بی له استرحامه په دواطلبانه ډول افغانستان ته متوجه شی او هرڅوک به ورته په اعتبا وګوری .
د قاچاق ، اختلاس ، رشوت او احتکار معيار به ډير راټيټ شی او د باقياتو دتحصيل خنډونه به له منځه لاړ شی چه اقتصادی بهبود ورسره تړلی دی .
دا کار دخولې په خبرونه کيږی او داسی اقداماتو ته ضرورت لری چه په مفيدانوزلزله راولی او ټکانونه يی ځينو لويو کورو ته صدمه رسوی .
دغه راز کارونه محتاط او محافظه کار حکومتونه نشی کولی اويه مقدس عشق ته ضرورت لری .