<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-31 11:43:14    
پاکستان او هند د کشمير د سرحداتو د خلاصون په باره کی موافقی ته رسيدلی دی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د پاکستان او هند د دواړو هيوادونو استازيو د اکتوبر په ديرشمه نيټه په اسلام اباد کی د کشمير د سرحداتو د خلاصولو او د زلزلی نه وروسته په بيا رغاونه کی د دواړو اړخونو د اوسيدونکو د ګډ ګډون په باره کی موافقی ته رسيدلی دی . ددی موافقتنامی سره سم دواړه هيوادونه به د نوامبر له اوومی نيټی څخه هغه پنځه لارې پرانيزی چه د کشميرد کنترول د واقعی  کرښی په اوږدو کی پرتی دی . د کتوونکو په نظر ، نوموړی پريکړه به نه يوازی د دواړو هيوادونو لخوا زلزله ځپلو خلکو ته د مرستو د برابرولو لپاره ګټوره وی ، بلکی به ددواړو هيوادونو د روابطو پر له پسی ښه والی ته هم فايده ولری .

نوموړې خبری اتری د جمهوررييس پرويز مشرف په ابتکار د اکتوبر په نه ويشتمه نيټه په اسلام اباد کی جوړې شوې . د درو پړاؤ د سختو خبرواترو نه وروسته بالاخره د دواړو هيوادونو استازيو د ديرشمی نيټی په سهار وختی موافقه لاسليکه کړه او ګډه اعلاميه يی خپره کړه .

په اعلاميه کی ويل شوی چه د ترانسپورتی وسايلو د کمبود له امله دواړو خواؤ موافقه وکړه چه د کشمير د ټولی سيمی اوسيدونکی په پښو  د کنترول له واقعی  کرښی څخه تيرشی ، ددواړو خواؤ حکومتونه به ترممکنه حده پوری د ګمرک اړوندی برنامی کمی کړی . دواړو خواؤ دا هم منلی ده چه  يو بل ته د 

خبرداری او دواقعی امکاناتو په نظر کی د نيولوتر مخکنيو شرابطو لاندی مرسته کوونکی مواد د نوموړو پنځو لارو له لاری دکنترول واقعی  کرښی له هری خوا نه بلی خوا ته يووړل شی . په اعلاميه کی پاکستان د هند د حکومت د هغی ژمنی له امله چه پاکستان ته به د پنځه ويشتو مليونو امريکايی ډالرو په ارزښت مرسته ورکړی ، خپله مننه څرګنده کړه .

عامه افکار دی ته متوجه دی چه پاکستان او هند د اکتوبر په څلورمه نيټه په اسلام اباد کی د خپل منځی د هراړخيز ديالوګ د بهير د پرمخبيولو او د کشمير د موضوع په هکله يوه ګډه اعلاميه خپره کړی اودا يی منلی ده چه د روان کال په وروستيو ورځو کی به په کشمير کی د کنترول د واقعی کرښی د موجوديت له امله د جلاکيدونکو کورنيو غړو د بيا راغونډيدو او د دوو مرکزی ښارونو ترمنځ باروړونکو لاريو د ترانسپورتی خدمتونو په هکله  به دواړه خواوی د متخصصانو په سويه خبری اتری وکړي . د اکتوبر په اوه ويشتمه نيټه د دواړو خواؤ ترمنځ تيلفون د شپاړلسو کالو د بنديدو نه وروسته يو ځل بيا پرانستل شو چه دغه ټولو تر يوی اندازی پوری د نوموړی موافقتنامی د لاسليک لپاره ښه بنسټ کيښود .

تر اوسه پوری د جنوبی اسيا د تازه زلزلی په اثر نژدی اتيا زره تنه مړه او قربان او نور دری مليونه دری لکه تنه بی کوره شوی دی  . د ژمی په رانژدي کيدو سره امدادی کار له سخت چلنج سره مخامخ دی . ښکاره ده چه د پاکستان او هند ترمنځ نوموړی موافقه د دواړو هيوادونو زلزله ځپلو اوسيدونکو ته د مرستو برابريدو ته ګټه لری . نو په دی وجه د ملګرو ملتو په اړه مرسته کوونکو سازمانونو سمدستی د نوموړی موافقتنامی د لاسليک له امله خوښی او هرکلی څرګند کړ . په مظفر اباد کی د ملګرو ملتونو د انسانی مرستود هماهنګۍ مسئول رشيد خاليکوف وويل چه د

کشميرد کنترول  د واقعی  کرښی پرانستل به هغو ګڼ شمير زلزله ځپلو خلکو ته چه تر اوسه پوری لا هم په ليری ګوښه غرنی سيمو کی پاتی دي ، د انسانی مرستی د ورکولو لپاره فرصت برابر کړی .

د توجه او پاملرنی وړ خبره دا ده چه د خبرواترو په بهير کی د اکتوبر په نه ويشتمه نيټه ماښام د هند په مرکز نوی ديلی کی د بمونو د مسلسلو چاودنو پيښې وشوې او د سر سخت زيانونه يی رامنځ ته کړل . د پيښو نه وروسته د پاکستان او هند دواړو خواؤ د پخوا په شان يو پر بل باندی انتقاد نه دی کړی ، بلکی يی په ګډه سره د خنډونو په ليری کولو سره نوموړی موافقتنامه لاسليکه کړه . نو ويل کيږی چه دغه موافقتنامه د پاکستان او هند د دواړو هيوادونو ترمنځ د روابطو د دوامدار ښه والی په بهير کی يوه مهمه علامه ګرځيدلی ده .