د چين د ختيځی څنډی ښار د هه لونګ جيانګ ولايت د سيو فن هه ښار دی ، د لوېديځی څنډی ښار د شينجيانګ د ويغوی قوم د خومختاری سيمی د هه شی ښار دی، د جنوبی څنډی ښار د های نان ولايت د سه يا ښار دی او د شمالی څنډی ښار د هه لونګ جيانګ ولايت د هی هه ښار دی.
په چين کی تر ټولو لوړه سيمه د تبت خودمختاره سيمه ده او د تبت د مرکز د لا سا د ښار جګوالی دری زره اته سوه پنځه شپېته مترو ته رسيږی او په چين کی د نوموړی ولايت مرکز يوه داسی سيمه ده چه تر ټولو لوړ جګوالی لری. په نړۍ کی د مشهور بودالا ګونګ د ماڼۍ جګوالی دری زره اوه سوه مترو ته رسيږی. مګر د لاسا لا ښار په چين کی ټولو د لوړ جګوالی لرونکی ښار نه دی، لوړ ښار د تبت د خودمختاری سيمی د پالی ښار دی چه د سمندر له سطحی نه يی جګوالی څلور زره دوه سوه مترو ته رسيږی او د لا سا د ښار په نسبت څلور سوه متره لوړ دی. د پالی ښار په نړۍ کی تر ټولو د لومړی لوړ ښار په توګه بلل کيږی. د پالی ښار تبت په جنوب کی د سياسی او اقتصادی مرکزونو څخه دی.
په چين کی د سمندری سطحی نه تر ټولو کښته ښار د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختاری سيمی د تورفان ښار دی. په دغه ښار کی يو جهيل د بحر د سطحی نه يو سلو څلورپنځوس متره کښته دی.
په چين کی هغه ښار کوم چه له سمندر څخه تر ټولو لوی واټن لری، د شينجيانګ د ورومچی ښار دی . د دغه ښار له هری خوا څخه تر سمندر پوری
واټن لږ تر لږه دوه
زره دوه سوه دری پنځوس کيلو مترو ته رسيږی. داهم په نړۍ کی يوازنی ښار دی. د ورومچی ښار د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختاری سيمی د سياسی، اقتصادی،کلتوری او ترانسپورتی مرکز دی. په دغه ښارکی د مشين، کاديمی چارو او منسوجات په شمول ډول ډول صنايع شته ، نو دغه ښار يو تازه صناعتی ښار ګرځېدلی دی. په دې ښار کی د شينجيانګ د پوهنتون په شمول عالی پوهنتونونه او د علمی څېړنی ډېر مرکزونه هم شته.
په چين کی تر ټولو لوی صناعتی ښار شانګهای دی.دغه ښارهم تر مستقيمی اداری لاندی ښار دی.په شانګهای کی د لس اداری سيمی او لس ولسوالی شته .مساحت يی شپږ زره يو سلو پنځه شپېته مربع کيلو متره دی. د هوانک پو سيند او وو سونګ سيند له دې ښار څخه تيريږی. د دغه ښار نفوس په چين کی تر ټولو ډېر دې چه شمېر يی څه دپاسه څوارلس مليونو تنو ته رسيدلی دی.
شانګهای يو اباد صناعتی ښار دی چه پکی نژدی هره ډول صنايع شته. د دغه ښار د صناعتی توليداتو په سلو کی اتيا برخه د چين په نورو سيمو او خارجی هېوادونو ته پلورل کيږی. د شانګهای د صناعتی توليداتو عمومی ارزښت تل د هېواد له لومړی مقامونو نيسی او د مساجاتو او درملونو په شمول چارې يی په چين کی ډېر مهم ځای نيولی دی. په اوسنيو ورځو کی د شانګهای د پانګی اچولو زمينه ورځ په ورځ ښه شوی او ډېر زيات خارجی شرکتونه په شانګهای کی خپلو چارو ته انکشاف ور کړی دی. په تجارتی ساحه کی د چين او نورو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ د پل په توګه شانګهای ډېر مهم رول لوبوی.