<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-31 19:05:34    
د انتر نيټ له لاری د شيانو اخيستل د چين د خلکو په ژوندانه کی نوی بدلون دی

cri

ګرانو اوريدنکو ،په نننی پروګرام کی به تاسو يو مضمون واوری چی عنوان يی دی د انترنت له لاری د شيانو اخيستل د چين د خلکو په ژوندانه کی نوی بدلون دی .

ګرانو اوريدونکو ،د انترنت رامنځته کيدل نه يوازی د نړۍ په اقتصاد او بازارونو باندی ستر تاثيرات رامنځته کړی دی بلکه د مشتريانو دپاره يی هم زياتی اسانتياوی برابری کړی دی .د پروګرام په دی برخه کی به په دی باره کی چی په انترنت کی د شيانو اخيستل د خلکو د ژوند دپاره څرنګه اسانتياوی برابری شوی تاسو ته معلومات وړاندی کړو .

په عادی توګه شيان اخيستل داسی خصوصيت لری چی خلک د واقعی شيانو په واسطه معامله کوی او شيان ژر تر ژره تر لاسه کولی شی خو د هغو مشتريانو دپاره چی مغازی ته يی تګ نه خوښيږی او د پيسو د ادا کولو دپاره په ليکه کی دريدل نه غواړی .د داسی مشتريانو دپاره لوی تکليف ګڼل کيږی . د مغازو په وړاندی خبريال پيغله شن وليدله او هغی په نارضايت سره داسی وويل (اواز............................)د خلکو ګڼه ګوڼه ډيره ده .ډيره ستړی يم مثلأ د جامی اخيستلو دپاره ښځی بايد هغه پر ځان اندازه کړی .خو کله چی خلک ډير وی بايد په نوبت سره دا کار وکړی .که چيری جامی يی خوښی شی ،د پيسو د ادا کولو دپاره بيا هم بايد په ليکه کی ودريږی .زما کور تر دی مغازی نه ډير ليری دی .زه د باس موټر په واسطه له يو يا دوه ساعته وروسته دلته رسيدای شم .ډير وخت می يی ځايه ضايع کيږی .

د انترنت په واسطه شيان اخيستنه نسبت له مغازو څخه په مستقيمه توګه د شيانو له اخيستلو نه لږی نيمګړتياوی لری چی د اکار د ډيرو مخ په زياتيدونکو خلکو په تيره بيا د ځوانانو لخوا د هر کلی وړ ګرځيدلی دی .پيغله لی د انتر نت په واسطه د شيانو د اخيستلو ټينګ ملاتړ کوونکی ده .

د پيغلی شن په پرتله د انتر نت په واسطه شيان اخيستل پيغلی لی ته زياتی اسانتياوی برابری کړی دی .يوازی په دی شرط چی يو کمپيوتر او د بانک د حساب شماره ولری ،نو کولی شی په اسانی سره په انترنت کی هر شی چی ويی غواړی اخيستلی شی .هغی وويل د انترنت ښيګڼی دا دی چی خلک يی د وخت له محدوديت نه مغازی ته ځی او تجارتی مالونه په هر ځای کی اخيستل کيږی .زه هره ورځ او هر وخت په انترنت کی کار کولی شم او هر شی چی ويی غواړم د بانک د حساب کارت په واسطه پيسی ادا کوم .عمومأ د ٤٨ ساعتو په اوږدو کی هغه شی چی زه يی وغواړم .تر لاسه کولی شم .دغه راز په انترنت کی د ضرورت وړ شيانو نرخونه ارزانه دی .ځکه چی د مغازی او ګدام کرايه نه شته .همدا راز په انترنت کی شيان اخيستل نه يوازی د مشتريانو بلکه د تجاراتو دپاره هم ګټور دی .ميرمن چان د بريښنا د شرکت يو کارکوونکی ده .هغه د فراعت په وخت کی د بلوی ګاڼو د خر څلاو يو دوکان پرانيستلی چی ښه بازار لری .هغی داسی وويل په انتر نت کی د شيانو خرڅول د ځای ،کرايی او کارکوونکو ته اړتيا نه لری .ټول کارونه پخپله بشپړولی شم .او مشتريان د هيواد په ټولوځايونو کی ليدل کيږی .زه هره ورځ يوازی د فراغت نه په ګټی اخيستلو سره خپلو زما مشتريانو ته ځواب وايم بيا بله ورځ شيان دوی ته استوم .زه د يوه کال راهيسی دنوموړو ګاڼو د کاندادی کوم چی هره مياشت د خرڅلاو ارزښت د لس زرو ژن مين يوانو په شاوخوا کی دی .د تحقيقاتو له مخی څه د پاسه په سلو کی ٦٣ برخه خلک چی په انترنت کی د شيانو د اخيستلو سابقه نه لری ،غواړی چی په دی برخه کی يوه ازموينه وکړی .نو له دی نه څرګنديږی چی د انترنت له لاری شيان اخيستل روښانه راتلونکی لری او د چين د اقتصاد دپاره به يوه نوی انکشافی دوره رامنځته کړی .

ګرانو اوريدونکو ،همدا اوس مو يو مضمون واوريد چی عنوان يی و د انترنت له لاری شيان اخيستل د چين د خلکو په ژوندانه کی نوی بدلون دی .د چين د اقتصاد پروګرام تر همدی ځايه پاتی ته ورسيد خوشحاله اوسی .