<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-10-31 17:51:11    
د چين د دينونو په باره کی يولړ معلومات

cri

ګرانو اوريدونکو ، د افغانستان د سمنګان ولايت اوسيدونکی محمد عارف عرفان په خپل تازه ليک کی له مونږ څخه دا پوښتنه کړيده چه ستاسو دين څه دی أيا مسلمانان يی او که په کوم بل مذهب ؟ د پروګرام په دی برخه کی به د محمد عارف عرفان صاحب او دهغه د ملګرو نوموړی پوښتنی ته ځواب ورکړو .

چين يو د زياتو مذهبونو لرونکی هيواد دی . د ابتدايی احصايی سره سم اوس په چين کی د بيلا بيلو دين پالوونکو شمير له سلو مليونو څخه اوښتی دی او په څه د پاسه پنځه اتيا زرو مذهبی ځايونو کی تقريبأ دری لکه تنه اړوندکارکوونکی دوی ته خدمت کوی . دغه راز د چين په ټول هيواد کی څه دپاسه دری زره دينی موسسی جوړی او څلور اويا مذهبی مدرسی پرانستلی شوی دي .

بوديزم ، تاويزم ، اسلام ،کاتوليک او مسيحيت د چين پنځه لوی مذهبونه ګڼل کيږی او ملی مذهبی سازمانونه په دی ډول دی : د چين د بودايزم ټولنه ، د چين اسلامی ټولنه ، د چين د کاتوليک وطن دوسته ټولنه ، د چين د کاتوليک د ستروپادريانو ټولنه ، د سان ځه په نامه د چين د مسيحيانو د وطن پالونکی نهضت کميټه ، د چين مسيحی ټولنه او داسی نور . دغه مذهبی سازمانونه د خپلواساسناموله مخی خپل مشران او لارښوونکی ارګانونه انتخابوی ، او په ځانګړی ډول خپلی دينی چاری ترسره کوی او دخپلو اړتياؤ سره سم مذهبی مدرسی جوړوی ، مذهبی کتابونه ، اخبارونه او مجلی چاپوی او په خيريه او

خدمتی چارو لاس پوری کوی .

بوديزم تقريبأ له ميلادی لومړی پيړۍ نه مخکښی يا وروسته چين ته داخل شو او له څلورمې پيړۍ نه وروسته د هيواد په ډيرو او پراخو سيمو کی خپور شوی او په تدريجی توګه د چين لومړی لوی دين ګرځيدلی دی . د چين بوديزم د ژبو له لحاظه د ٌ هان ٌ قوم د ژبې ، د تبتی ژبې او د بالی ژبې په شمول په درو ډلو ويشل کيږی . د بالی د ژبې بوديزم ته جنوبی بوديزم هم ويل کيږی . ددغو درو ډلو راهبان دوو لکو تنو ته رسيږی .نن سبا په چين کښی څه دپاسه ديارلس زره معبدونه دبودايی دين متدينانو ته پرانستلی دی او دری ديرش بودايی ښوونځی موجود دی او د بوديزم په باب کتابونه ، مجلی او نور چاپ شوی اثار يی پنځوسو ډولو ته نژدی کيږی . ٠

تبتی بوديزم د چين د بوديزم يوه څانګه ده او په عمده توګه د تبت او داخلی مغولستان په خودمختارو سيمو او د چينګهای په ولايت کښی پلويان لری . د تبت ، منګوليا ، يوګو، مونبا، لوبا او تو د قومونو په ګډون څه د پاسه اووه مليونه خلک پر تبتی بوديزم باندی عقيده لری . جنوبی بوديزم د چين د جنوب لويديځ د يون نان ولايت په ځينو سيمو کی د ٌ دایٌ ، ٌبولانګ ٌ ، ٌ اچانګ ٌ او ٌ وا ٌ قومونو په اکثرو اوسيدونکو پوری اړه لری چه متدينان يی له يو مليون نه اوښتی دی . ٠ د ٌ هان ٌ قوم د ژبې د ډلی بوديزم زياتره متدينان د چين د لومړی لوی قوم ٌ هان ٌ خلک دی او د هيواد په هرګوټ کښی ژوندکوی .

تاويزم د چين ځانګړی دين دی او په ميلادی دوهمه پيړۍ کښی رامنځ ته شو او تر اوسه پوری د څه دپاسه يو زرو اته سوو کلونو تاريخ لری . تاويزم د چين له

لرغونې زمانې څخه د طبيعت او اسلافو پرستش او عبادت په ميراث اخيستی دی چه په تاريخ کښی زياتې ډلې موجودې وې او وروسته په دوو لويو ډلو بدلی شويدی او د هان قوم پر خلکو باندی نسبتأ پراخه اغيزه لری . څرنګه چه تاويزم د متدينانو د منلو لپاره خپل جدی مراسم او مقررات نه لری، نو دنوموړی دين دمتدينانو د شمير په باب احصائيه مشکله ده . نن ورځ په چين کښی څه دپاسه يو زرو پنځه سوه تاويستی معبدونه جوړ شوی چه په هغو کښی څه دپاسه پنځه ويشت زره تنه مسلکی تاويستی راهبان او راهبانې شته .

د اسلام مبارک دين په ميلادی اوومه پيړۍ کښی چين ته داخل شو. د چين د هوۍ ، ويغور ، تاتارٌ ،ٌ قرغز ، قزاق ، تاجيک ، ازبک ، دونګ سيانګ ، سالار او باو أن په شمول د لسو قومونو له څه نا څه شلو مليونو هيوادوالو څخه مطلق اکثريت پردی مبارک دين باندی عقيده لری . د چين دمسلمانانو اکثريت د شينجيانګ د ويغوری قوم په خودمختاره سيمه، د نين سيا د هوۍ قوم په خودمختاره سيمه او د ګان سو، چينګهای او يون نان په ولايتونو کښی ژوند کوی او د هيواد په نورو ولايتونو او ښارونو کښی هم يو شمير مسلمانان اوسيږی .اوس په چين کښی څه دپاسه ديرش زره جوماتونه شته او امامان يی له څلويښتو زرو تنو څخه اوښتی دی .

ګرانو اوريدونکو ، د وخت د محدوديت له امله مو په دی پروګرام کی يوازی د چين د دينونو په باره کی لومړنی برخه تاسو ته وړاندی کړه ، د بلی اونۍ په همدی وخت کی به يی دوهمه برخه واورئ . مننه !