د سين هوا اژانس د خبر له مخی، په افغانستان کی امريکايی پوځ د اکتوبر په دېرشمه نيټه دا خبر تصديق کړ چه دوه تنه امريکايی عسکران د بنديانو په ځورولو تورن شويدی. په افغانستان کی امريکايی پوځ په يوه اعلاميه کی وويل چه د نظامی قانون سره سم دوه امريکايی عسکران چه د افغانستان د اورزګان د ولايت په بنديخانه کی د افغانی بنديانو د ځورولو سره اړيکی درلودی، تورن شوی دی. په نوموړی اعلاميه کی د امريکايی پوځ د قوماندان د مرستيال جاک سترلنګ په قول ليکل شوی چه امريکايی پوځ به په پوره توګه د بنديانو د ځورولو په باب د محاکمی هره غوښتنه تحقيقات تر سره کړی او د امريکی د اړوندو قوانينو سره سم به دوی مسئول وګڼل شی.
|