<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-01 17:15:41    
د ښځو په باره کی څو خبرونه

cri

ګرانو اوريدونکو ،اسلام عليکم ! د ښځه او ټولنې په نننی خپرونه کی به تاسو ته د ښځو په باره کی څو خبرونه وړاندی کړو .

لومړی خبر دا دی : د م م تعليمی ، علمی او ثقافتی سازمان په تيرو څو مياشتو کی د چين د ډله ئيزو اطلاعاتو په پوهنتون کی د ښځه او مطبوعاتی ذرايعو په نوم يو نوی کورس پرانيستلی او دا د نوموړی سازمان له خوا په چين کی د اطلاعاتو او خپرونو په ساحه کی لومړی کورس دی ، ترڅو د ښځه او مطبوعاتی ذرايعو په باب پوره معلومات تر لاسه شی ، د ښځي او نارينه تر منځ د مساوات مفکوره عموميت ومومی تر څو ښځه انکشاف او ټولنه مدنی ترقی ومومی .

د م م د تعليمی ، علمی او ثقافتی سازمان دغه کورس د نوموړی سازمان له نورو تعليمی ارګانونو سره يوځای جوړ کړی او د چين د ډله ئيزو اطلاعاتو په پوهنتونکی نوموړی مضمون په چين کی د نوموړی سازمان له خوا د ښځه او مطبوعاتی ذرايعو په ساحه کی لومړی کورس ، تر اوسه پوری ، نوموړی سازمان په چين کی اتلسم کورس جوړ شوی دی .

دوهم خبر د افغانستان په باب يو ښه خبر دی چه عنوان يی دی : په افغانستان کی د ښځينه زده کوونکو شمير په تيرو لسو کلونو کی تر نورو ډير زيات دی .

د سين هوا اژانس دخبر له مخی : په ٢٠٠١ کال د طالبان د تسلط او واکراری د رانسکوريدو د تر پښو راهيسی ، د تعليمی سيستم بيا جوړول د افغانستان د نوی حکومت عمده وظيفه ده . د تيرو څو کلونو د کوششونو پر بنا ، تر اوسه پوری څه دپاسه يو ميليون تنه ښځينه زده کوونکی په مکتبونه کی زده کړه کوی او دا رقم د تيرو لسو کلونو په نسبت زيات دی .

د خبر له مخی : د افغانستان د کابل د نستوان په ليسه کی ډيری ښځی زده کړه کوی . د طالبانو د تسلط په وخت کی داسی حالات بيخی نه ليدل . د نوموړی ليسی مديری خدييی وويل چه هغه ډيره خوښه ده ځکه چه د نوموړی ليسی په هر ځای کی ډير زده کوونکي وينی .

او اوس به تاسو ته د ښځو د روغتيا په باب خبر واورئ . د هالند پوهانو د سپتمبر په شپږويشتمه نيټه د انګلستان په طبی مجله کی د يوی رپوټ په خپرولو سره وويل چه د دوی د تازه څيړنی سره سم ، کيڼ لاسی ښځي د پنځوس کلنیعمر په شاوخوا کی د ښی لاسو ښځو په نسبت لا زيات د سينی په سرطان اخته کيږی . د هالند د ودلج پوهنتون پوهانو د هغو يو سلو شلو زرو تنو ښځو په باب څيړنه وکړه کوم چه له ١٩٣٢ کال څخه تر ١٩٤١کال پوری زيږيدلی دی . د نوموړو پوهانو په نظر د کيڼ لاسو ښځو د سينی د سرطان د اخته کيدو علتونه دا دي : د دوی په رحم کی د ښځينه هورمون د اختلال له امله د سينی سرطان را منځ ته کيږی او د پخوانيو څيړنيو د نتيجی سره سم ، د ښځينه هورمون زياتوالی د سينی د سرطان د رامنځ کيدو يو مهم علت دی .

مګر په عين وخت کی يو شمير متخصصينو دی ته شاره وکړه چه د نوموړی څيړنی نتايج پوره نه دی . د دوی په نظر ، عمر د سينی د سرطان د رامنځ ته کيدو يو ډير مهم علت دی .

په پای کی به د فضايی چارو په باب يو خبر واوری. ښځو چه د ټولنی په بيلا بيلو ساحو کی وتلی رول لوبولی دی په راتلونکی کی به په فضايی فعاليتونو کی هم همداسی مهم کار وکولی شی . خبريال د چين د فضا نوردانو د علمی څيړنو او روزنی له مرکز څخه خبر اخيستی چه په چين کی د ښځينه فضانوردانو د انتخاب کار پيل

شوی او د انتخاب معيارونو ټاکل هم پيل شوی دی .

د چين د فضانوردانو د علمی څيړنو او روزنو د مرکز رئيس چين چين شان ګوانګ وويل چه په راتونکی کی به ښځينه فضانوردانی د بارونو د ازموينی کار پوه او فضايی انجينری په حيث په فضايی بيړۍ کی دنده په غاړه واخلی . نن ورځ د اسوال چی فضايی چاپيريال د ښځو په وجود باندی څرنګه تاثيرات لری . د څيړنو په حال کی دی او دا واقيعت چی د نارينه و او ښځو تر منځ څه توپير موجود دی بايد د زياتوازموينو په ترڅ کی ثابت او فضايی تجهزات به د ښځو دپاره اصلاح شی .

د کار پوهانو په قول د لومړنی ډلی ښځنه فضانوردانو د روزنی دپاره په چين کی د فضايی حرکتی ناروغۍ د وقايی څيړنه د پراخيدو په حال کی ده . دغه راز د ښځو فضانوردانو دپاره د چاپيريال کنترول او د ژوند د تضمين په غرض بيلابيلو تجهزاتوته اړ تياوشته . مثلاُ د چين لخوا پخپله جوړ شوی فضايی يوينفورم که د ښځو دپاره استعمال شی بايد په کی ځينی اصلاحات رامنځته شی .

د معلوماتو له مخی اوس د چين د فضانوردانو د علمی څيړنی او روزنی مرکز يو شمير ځوانی ښځی رابللی دی ، تر څو د ښځو د ځانګړی بيالوژيکی طاقت په برخه کی معاينه او ازموينه تر سره کړی چه په دی برخه کی د مرکز يو شمير ښځينه څيړونکی هم برخه اخلی .

خبريال د هوايی قواوو د هوا نوردی د پوهنتون نه خبر اخيستی چه د ښځو د هوا نوردی د ګروپ زده کوونکی د ٢٠٠٥ کال د جولای په مياشت کی پوهنتون ته داخل شوی او د څلورو کلونو په زده کړه يی پيل کړی دی . دغه ديرش تنه ښځينه زده کوونکی د خلکو د توجه وړ ګرځيدلی دی ، ځکه چه له دی څخه به د چين د جنګی الوتکو لومړی پيلوټان رامنځته شی او دا امکان هم لری چه له دوی څخه به د چين

لومړنی فضانوره وټاکل شی . که د چين انسان وړونکی بيړۍ په همدی سرعت

سره انکشاف ومومی . نو د شن جو نهمه انسان وړونکی بيړۍ د توغولو په وخت کی به د چين لومړنی ښځينه فضانوردانی وليدلی شی .