<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-01 17:16:20    
په چين کي د بالون په واسطه د الوتنې سپورت د ودې په حال کی دی

cri

 

د بالون په واسطه د الوتنې سپورت چه پخوا يوازي په اروپا او امريکا کي مروج و ، شل کاله د مخه چين ته خپور شوی او اوس په چين کی زيات شمير ځوانان له دي سپورت سره ډيره مينه لري ٠ د سپورت نړۍ په نننی پروګرام کی به په دې باره کی يو مضمون واورئ چه عنوان ئی دی د بالون په واسطه د الوتنې سپورت په چين کي د ودې په حال کی دی ٠

د ملی جشن د رارسيدو نه دمخه د بالون په واسطه د الوتلو ګرزيده مسابقه په بيجينګ کی جوړه شوه او په پنځو مرحله ايزو سياليو ويشل شوي وه چه اتيا بالونونو پکی ګډون درلود ٠ تر اوسه پوری دغه مسابقه لومړنی لويه نيمه مسلکی مسابقه ګڼل کيږي ٠ د چين د هوانوردی د لوبو د ټولنی په اړه د بالون د ورزش د کميټی مشر وو ګونګ يو خبريال ته وويل چه د نوموړې مسابقی له بريالی جوړيدو څخه څرګنديږي چه په چين کي د بالون په واسطه د الوتنې ورزش په نژديو کلونو کی چټک پرمختګ تر لاسه کړيدی ٠ هغه خبريال ته دا معلومات ورکړل چه دغه لوبه له ١٩٨٣ کال څخه په چين کي پيل شوی ده ، خو د شلمی پيړۍ تر پايه پوری ددې لوبې پرمختګ بطی ؤ ، ځکه چه د دغې لوبې ترويج زياتو پيسو ته اړتيا لری او يوازی يو بالون د لسو زرو امريکائی ډالرو ارزښت لری ، نو په هغه وخت کی اکثرو چينايانو د د دې ورزش د اجرا کولو لياقات نه درلود ٠ مګر د چين د اقتصاد د چټک انکشاف سره سم لا زيات شمير چينايان په نژديو کلونو کی د دې لوبی سره زياته مينه او علاقه پيدا کړيده په تيره بيا له ٢٠٠١ کال څخه تر ٢٠٠٤ کال پوری نوموړی لوبی په چين کي چټګ پرمختګ موندلی دی ٠ وو ګونګ يو وويل ____اواز________

تر ٢٠٠٠ کال پوری په چين کی د بالونونو شمير او د چلوونکو شمير يي دواړه له سلو څخه کم ؤ ، خو له ٢٠٠١ کال څخه د ٢٠٠٤ کال تر پای پوری ثبت شوي چلوونکي يي درو سوو تنو ته او بالونونه يي هم درو سوو ته زيات شويدي ، په بله ژبه په تيرو څلورو کلونو کی هر کال د بالونونو او چلوونکو شمير په جلا جلا توګه په سلو کی څلويښت زيات شويدي .

اوس په چين کی د بالون په واسطه د الوتنی په لوبو کی اکثر ګډون کوونکی د تصديو خاواندان ، د لويو شرکتونو عالی کارکوونکی ، د پوهنتون ښوونکی او فيشن لرونکی ځوانان دی ٠

د يوې تصدۍ خاوند چه لي جيون نوميږي او د بالون په واسطه د الوتنې په لومړی ګرزيدی مسابقی کی يي ګډون کړي و ، خبريال ته وويل ____اواز_____

په دغه لوبې کی ځکه ګډون کوم ، علت يي دا دی کولي شم چه په بي غمه او أزاده توګه په اسمان کي د مرغانو په څير والوزم

٠

په بالون کی د جهت د کنترول کومه دستګا نشته او چلوونکی يوازی د بالون د الوتنې د لوړتيا او د باد د جهاد سره س د بالون د الوتنې لوړتيا بدلوي او د بالون الوتنه کنترولوي ، دغه تخنيک ډير مشکل دی او د ورزشکارانو دلچسپۍ هم ده ٠ نو ښه ورزشکار بايد د هوا پيژندنې او د الوتنې تجربی ولري ٠ په نوموړی مسابقی کی يو ګډون کوونکی چه جانګ شنګ تيان نوميږي او د منځنی ښوونځی ښوونکی دی ، داسي وويل _____اواز________

په داسي حال کی چه په بالون کي د جهت د کنترول کومه دستګا نشته ، زه د الوتنې د مختلفې لوړتيا او د باد د جهت د استعمالولو له لاری بالون کنترول کولی شم چه دا زما خوښه او أرزو ده ٠

د بالون په واسطه د الوتنې په لوبو کی د ګډون کوونکو د شمير په زياتيدو سره د دې لوبی مسابقې هم په پر له پسی توګه زياتې شويدی ، اوس په چين کی هر کال له لسو نه زياتې مسابقي تر سره کيږي او د سيالو سويه يي د لوړيدو په حال کي ده ٠ د ١٩٩٧ کال د مخه د چين لوبغاړو د بالون په واسطه د الوتنې په نړيوالو مسابقو کی تل شپيتم او يا اتيايم مقامونه حتی وروستنی مقم نيولی و ٠ مګر په نژديو کلونو کی چينی ټيم په زياتو نړيوالو مسابقو کی د شلم لمبر په شاوخوا کي ساتل شويدی .

وو يو ګونګ په باور سره وويل چه په دغی لوبې کي د هوايي سيالۍ ، کشاف ، تفريح ، هوايي عکس اخيستنې او علمي تعميم په شمول د چلوونکو زيات لياقتونه روزل کيږي ، هغه باور څرګند کړ چه په چين کي لا زيات کسان په دي ورزش کي ګډون وکړي .