<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-01 17:29:28    
د بايسکيل ځغلولو ماراتون مسابقه

cri
د اولمپيک د لومړی دورې په سپورتی لوبو کی د بايسکيل ځغلولو ماراتون مسابقه هم جوړه شوه. مګر په هغه وخت کی چی د مسابقې دپاره خاص باسيکل نه ؤ رامنځته شوی او د مسابقې دپاره لارې هم کږې وږې وي، نو په دې وجه د سيالی په ترڅ کی د يونان لوبغاړي ال کانستندينيس د بېرته راتګ په لاره کی له نورو سره د باسيکلونو ټکر وکړ او ټپی شو، خو هغه د ستارتر په بل بايسکيل په ټينګار سره په سيالی کی برخه واخيستله او لومړی مقام يی وګاټه چی ريکارډ يی دری ساعتونه دوه ويشت دقيقې او يو دريش ثانيې دي.
د لامبو وهلو خاصه لاره
د اولمپيک د نوموړې دورې په سپورتی لوبو کی د لامبو وهلو مسابقې په بحر کی جوړې شوې او له کدوانو نه د مسابقو لارو چارو د نښې په توګه استفاده کېدل او د مسابقو په ترڅ کی لومړی، په کوچنيو بيړيو سره برخه وال لوبغاړي د بحر منځ ته ورسيدل او له دې نه وروسته چی مسابقې د پيل کوونکو له خوا واتن ټاکل شوی و، نو د مسابقې په پيل سره څوک چی لومړی د بحر غاړي ته رسيږی، لومړی مقام به وګټی.
د اولمپيک د سپورتی لوبو په تاريخ کی د سلو مترو په واتن د منډی وهلو لومړی قهرمان.
د نوموړې دورې په سپورتی لوبو کی د سلو مترو دپاره منډی وهل د لنډ واتن په ځغاستې کی يوازنی لوبه وه. په هغه وخت کی د اغاز شکلونه بيلا بيل ؤ. د امريکې برخه اخيستونکی لوبغاړي توماس برک داسی شکل غوره کړ چی خپل لاسونه په ځمکه کی ږدی او کناټی يی راجګ شو. د لوبو د پيل کوونکو له خوا د ډزو نه وروسته، هغه ناڅه پا د يوه فنر په شان منډی کړی. نو په دغه مسابقه کی هغه د دوولسو ثانيو په ريګارډ لومړی مقام وګاټه او د اولمپيک د سپورتی لوبو په تاريخ کی يی لومړی قهرمان شو. د خبر له مخی، د برک له خوا غوره شوی نوموړی شکل د يوه امريکايی سړي له خوا کشف شو چی هغه په ١٨٨٧ کال کی په استراليا کی د سفر په ترڅ کی د کانګرو د ټوپ وهلو د شکل سره سم وړاندی کړی ؤ.
د پاچا په نسبت لا مشهور لوبغاړی
د اولمپيک د نوموړې دورې د جمناستيک په مسابقو کی د المان لوبغاړي شومن د خرک بازی، پارالل او بارفکس ورزش په ډله ايزو مسابقو کی لومړی مقام ګټلی دی. علاوه پر دې، د کلاسيکی پهلوانی په مسابقه کی يی هم برياليتوب تر لاسه کړ. نو هغه د نوموړې دورې په سپورتی لوبو کی مشهور لوبغاړی ګرځېدلی و چی په څلورو مسابقو کی يی برياليتوبونه تر لاسه کړل. د پاچاهی ماڼۍ د يوې مېلمستيا په ترڅ کی د يونان پاچا لومړی جارج هغه ته وويل چی په اتن کی تاسی زما په نسبت زيات شهرت لری.