د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د چين د خارجه وزارت نظاق کون چيوان د نوامبر په لومړی نيټه په بېجينګ کی په يوه مطبوعاتی غونډه کی دا څرګنده کړه چی چين د کشمير په سيمه کی د هند او پاکستان له خوا يو بل ته د تلاشی د مرکزونو له خلاصولو څخه خوښې څرګنده او دا عمل يی وستايه. چين هيله لری چی د دواړو خواوو ترمنځ نوموي عمل به د دواړو هېوادونو د متقابل اعتماد او همکارۍ د زياتوالي دپاره ګټور وی او د دواړو هېوادونو د خړپړو روابطو ښه والی به پرمخ بوزی.
|