د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د چين د خارجه وزارت نطاق کونګ چوان د نوامبر په لومړی نيټه خبريالانو ته وويل چه چين د زلزلې له امله د سختو مشکلاتو د له منځه وړلو په هکله د پاکستان سره د مرستی لپاره کوشش کوی .
کونګ چوان وويل چه چين تل د زلزلې نه وروسته د پاکستان سختو مشکلاتو ته پاملرنه کوی او په وروستيو ورځو کی يی ځينی نوی امدادی تدبيرونه نيولی دی. چين هيله لری چه داسی تدبيرونه د زلزلې ځپلو خلکو د ناروغيو او ټپونو د ژر تر ژره د علاج کېدو لپاره ګټور شی.