د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د چين د سوداګرۍ د وزير د مرستيال چن جيان په مشری د چين حکومتی هيات د نوامبر په لومړی نيټه اسلام اباد ته ورسيد او د پاکستان د حکومت د اړوندو خواوو سره د پاکستان د زلزله ځپلو سيمو د بيا ابادی په کارونو کی د چين د مرستی او ګډون په هکله سلامشوره وکړه. چن جيان د پاکستان له مربوط د مامور سره په هوايی ډګر کی لنډه خبری اتری وکړی. چن جيان وويل چه چين هيله لری چه د بيا ابادی د کارونو په باب د پاکستان نظر معلوم کړی تر څو په عملی توګه د ځينو واقعی مسئلو د حل لپاره له پاکستان سره مرسته وکړی.
|