<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-02 17:28:58    
هغه په چين کې له مرګ څخه دوهم ځل ژوند تر لاسه کړي دي

cri

ښاغلي پاتريک موتومي سږکال اوه څلويښت کلن دي او د زمبابوي د انفورميشن د وزارت په اړه د راډيويي ادارې يو مامور دي ٠ سږکال د جولاي په مياشت کې د لوړو تحصيلاتو له پاره په چين کې د زده کړي په وخت کې په ناڅاپه توګه ددماغ د وينې د تويدو په سختې ناروغۍ اخته شو او وروسته د چين د ډاکترانو د نژديو پنځوس شپو او ورځو تر دقيق علاج او پرستاري لاندې هغه بلا اخره د مرګ له خطر څخه بچ شوي او د دوهم ځل له پاره يي ژوند تر لاسه کړي دي ٠ د زمبابوي حکومت او خلکو په دي نسبت چه پاتريک د چين د اړوندو خواوو تر زياتې پاملرنې او دقيق علاج لاندې راغلي ، د چين څخه لوړه قدراداني څرګنده کړه ٠ د زمبابوي جمهورئيس په خاص ډول په دي نسبت له چين څخه خپله مننه څرګنده کړې ده ٠سږکال د سپتمبر د يوې ورځې په غرمه کې په چين کې د زمبابوي لوي سفير کريستوفر د بيجينګ د تيان تان په روغتون کې په خوشحالي سره مطبوعاتي ذرائيو ته وويل چه د چين ډکترانو د زمبابوي مامور پاتراک موتومي له مرګ څخه بچ کړي دي ٠ هغه د زړه له کومي د چين د حکومت او خلکو څخه صادقانه مننه څرګنده کړې ده ٠ هغه وويل چه نن ورځ زه دلته راغلي يم ، مقصد مي د چين حکومت ته د مننې څرګندول دي ٠ د چين خلک دبشردوستۍ له روحيي سره سم پاتريک تومي له مرګ څخه بچ کړي دي زه له تاسو څخه ډيره مننه کوم ٠ اوس د پاتريک روغتيا د رغونې په حال کې ده او بيرته زمبابوي ته ستون شويدي

ښاغلي پاتريک سږکال د جولاي په پنځمه نيټه د رايويي او تلويزيون د اداري په هکله د روزني او څيړنې په سمينار کې د برخه اخيستنې له پاره بيجينګ ته راغلي ؤ چه دچين د تجارت د وزارت له خوا د پرمختيايي هيوادونو د اړوندو مامورينو له پاره جوړ شوي ؤ ٠ په دي وروستيو کلونو کې د بشري منابعو دچارو د پرمخبيولو په برخه کې د چين او پرمختيايي هيوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړي شوي او په دي بهير کې هغه خارجيان چه د روزنې او لوړو تحصيلاتو له پاره چين ته راغلي ، څو چنډه زيات شوي دي ٠ تير کال د هغو افريقايي پرسونلو شمير چه په نوموړي برخه کې روزل شوي دي ، څه د پاسه يو زرو شپږ سوو تنو ته رسيدلي دي ٠

بيجينګ ته د رسيدو په دوهمه ورځ د غرمي نه د مخه د نوموړي سمينار د پرانستلو په مراسمو کې ښاغلي پاتريک د دماغ د ويني د تويدو په سخته ناروغۍ اخته شو او ژوند يي د مرګ له خطر سره مخامخ شو چه سم د لاسه د بيجينګ د تيان تان روغتون ته وليږدول شو ٠ د دغه روغتون د اعصابو د داخلي څانګې رئيس ځاو ژن چوان وويل چه د نوموړي ناروغ د معاينې په وخت کې د هغه ناروغۍ ډيره سخته وه ، تنفس بند شوي ؤ ٠ په همدي حال کې مونږ هغه سم د لاسه تر عاجل علاج لاندې ونيوه ٠ د دماغ د جراحي عملياتو د ترسره کولو نه وروسته د نوموړي ناروغۍ تر کنترول لاندې ونيول شوه ٠ په نهه څلويښتو شپو او ورځو کې د ډاکترانو او نرسانو تر دقيق علاج او پرستاري لاندې ، پاتريک بلا اخيره له مرګ څخه بچ شو ٠

په روغتون کې د ښاغلي پاتريک د روغتيا د بيا رغونې په وخت کې د چين د تجارت د وزارت په مرسته د ښاغلي پاتريک ميرمن بيجينګ ته راغله او په عين وخت کې يي په بيجينګ کې يو زوي هم و زيږوه ٠ پاتريک په دي نسبت ډيره خوشحاله شو او سترګي يي له اوښکو څخه ډکې شوي ٠ په چين کې د پاتريک د علاج په موده کې د زمبابوي جمهوررئيس روبرت موګابي هم بيجينګ ته سفروکړ ، د سفر په بهير کې موګابي په خاص ډول د چين د تجارت وزارت ته ولاړ او له دغه وزارت څخه يي خپله مننه څرګنده کړه ٠ دغه راز په چين کې د زمبابوي لوي سفارت هم په دي نسبت چه پاتريک د چين په روغتون کې په وخت او تر بريالي علاج لاندې رواستل شو ، له اړوندې کارکوونکو او ادارو څخه ژوره مننه څرګنده کړه ٠ د دوي په نظر له نوموړي علاج څخه د افريقا د خلکو په نسبت د چين ژوره دوستی ښکاره شوې ده ٠