<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-02 18:57:03    
ځوان تبت پيژندونکي کارپوه پوجيون ځژن او دده بهرني زده کوونکي

cri

څو مياشتې دمخه شپږ تنه جاپانيان ، ايتاليايان او کوريايان د دوو کالودپاره د تبتي ژبې د زده کړې دپاره د تبت په مرکز لاسا ښار کي د تبت پوهنتون ته راغلي او ددوي ښوونکی اته ديرش کلن ځوان تبت پيژندونکی کارپوه پوجيون ځژن دی . پوجيون ځژن په پوهنتون کي د تبتي ژبې د څانګې نامتو ځوان ښوونکی دی ، هغه ديارلس کاله دمخه د بيجينګ د مرکزي قومي پوهنځي څخه فارغ شو او اوه کاله مخکې يي د ناروي د اوسلو په پوهتون کي د تبتي بوديزم د تاريخ په هکله د ماستري علمي درجه لاس ته راوړه .

اوس هر کال ډير تبتي ځوانان او بهرني زده کوونکي غواړي چه دده څخه د تبتي بوديزم د تاريخ په باب زده کړه وکړي ، خو دوي پوهيږي چه يوازي څو تنه په دي وياړي چه دده د تدريس څخه ګټې واخلي او نور زيات شمير يوازي د تبت په پوهنتون کي د مي نه تر جولاي پوري په دوه مياشتنې کورس کي ګډون کړي شي .

کاتارينا اورپينين چه ديرش کلنه ده او د فيلند څخه راغې ، په نوموړي کورس کي شامله شوه . که څه هم هغې د امريکې د ويجنيا په پوهنتون کي د تبت پيژندنې په باب د دکتور درجه تر لاسه کړې ده ، خو ددې په نظر په يوه رښتياني تبت پيژندونکي بدله شي . بايد تبت ته لاړشي ځکه چه هلته د تبتي ژبې او انساني چاپيريال د څيړنې دپاره پوره انسانتياوې برابريږي . هغې وويل چه دلته زما د زده کړې مقصد د تبتي ژبې د مکالمې د سويې لوړول دی څو چه په روانه او سمه توګه تبتي ژبه ويلی شم . زه د تبتي کلتوري او بوديزم سره ډيره علاقه لرم او غواړم چه په يوې تبت پيژندونکي کارپوه بدله شم .

کاتارينا وويل چه د درس نه په فارغ وخت کي هميشه د تبتيانو سره خبرې کوم ، نو زما د محاورې سويه د پخوا نه ډيره لوړه شويده .

پوجيون له دوشنبې نه تر جمعې پوري هره ورځ د څلورو ساعتو دپاره بهرنيو زده کوونکو ته د تبتي ژبې د اوريدو او ويلو د توان د لوړوالي نه پرته د تبتي قوم د تاريخ او ادب په باب معلومات ورزده کوي او تدريسي کتاب يي د تبت ډير مشهور کلاسيک ناول دی چه نوم يي دی د ميلاريپا سندرې او بيوګرافي دی . هغه وويل چه ددې اثر د انتخابولو مقصد مې دا دی چه د زده کوونکو د لوستلو او تحليلولو او د تبت د لرغوني ژبې د کلماتو د پيژندلو توان لوړ شي .

دوه څلويښت کلن زده کوونکی چه لوزوويچ نوميږي او د پخواني يوګوسلاويا څخه راغی ، د تبت د کلتور او دين سره ډيره علاقه لري . هغه خبريال ته وويل چه کله چه څوارلسم کلن وم ، د ميلاريپا سندرې او بيوګرافي په لوستلو مې پيل وکړ چه په يوګوسلاويايي ژبه ترجمه شويده، ددې اثر د لوستلو نه وروسته د ميلاريپا په غوره اخلاق متاثر شوم ځکه چه هغه د خپل ژوند په ټوله موده کي يي د خلکو دپاره ډير ستر ګټور کارونه تر سره کړي وو .

لوزوويچ وويل چه هغه اته کاله دمخه په امريکا کي د تبتي ژبې په زده کړه پيل وکړ ، خو يوازي يي د بودايي کلماتو څخه زده کړه وکړه او حتی په ورځني ژوند کي استعمال شوي ساده کلمات يي هم نه ده زده ، اوس غواړي چه د استاذ پوجيون تر لارښووني لاندي د تبتي ژبې د محاورې سويه لوړه کړي . هغه وويل چه په تبت کي مونږ د تبتيانو سره د تماس نيولو ډير فرصتونه لرو ، دغه راز مونږ هره ورځ د تبتي ژبې راډيويي او تلويزيوني پروګرامونه اورو او ګورو ، تبتي ورځپاڼې او مجلې لولو

او د لرغوني او معاصرې تبتي ژبې د ګرامر څخه ښه زده کړه کولي شو . دغه زده کوونکي چه عمر يي د ښوونکې څخه هم څلور کاله مشر دی ، وويل چه په لاسا کي مې نه يوازي معلومات لاس ته راوړي دي ، له تبتيانو سره می دوستي هم ټينګه کړيده . په فارغ وخت کي استاذ پوجيون زمونږ دوست دی او څو څو ځله يي له مونږ سره يو ځاي د لاسا اطرافو ته سيل وکړ .

د تبت پوهنتون د بين المللي همکارۍ د رياست مسئول ګساندوجي وويل چه د وروستيو کلونو راهيسې د اوږدې او لنډې مودې په کورسونو کي د ګډون کوونکو خارجيانو شمير کال په کال زياتيږي او يوازي تير کال له نويو نه زيات بهرنيان راغلي چه زياتره يي امريکايان دي .