زمونږ په کورنی ژوند کی تل ليدل کيږي چه کله ماشوم بی دليله ژاړی يا د مور او پلار خبره نه منی ، نو مور او پلار ئی د خطرناکو حيوانانو يا کومی ويرونکی څيری په واسطه ويروی، څو چه ماشوم د دوی خبره ومني ٠ په دغه کار سره که څه هم ښکاره ډول ماشوم ارام او غلی کيږی ، مګر روحياتو ته يی سخته ضربه رسول کيږي ٠ ځکه چه د ماشوم د ماغ دومره وده نه ده کړي چه ويره او د هشت وزغمي ٠ نو دغه ډول سخته ويرونه او تهديد د دوی په زړه او د ماغ باندی دروند تماميږي ٠
تاسو خو پوهيږي چه ماشوم هسی هم په وحشت کی وی ، دوی له توری شپی ، ويريږي ، ناڅاپه لوړ اواز يی لړزوی او په ځانګړی او تياره کوټه کی يی خوب ګډوډ او نا ارامه وي ٠ نو که له دی ټولو سره سره بيا هم د لوبو او ساعت تيری په وخت کی د مشرانو له خوا تهديد شی او د بلا او نورو وحشی حيواناتو په واسطه وويرول شي ، نو روحيات به يی سخت کمزوری شي او وجود به يی وده ونه کړی ٠ تل به ژاړی او حتی د شپی به له ويری نه په خوب کی ټوپونه وهی ٠ نو مونږ هيله لرو چه پلار او مور دی خپل ماشومان نه ويروي ٠
ځينی ميندی او پلرونه دا عادت لری چه کله يی ماشومان ښه درس نه لولی يا په بهر کی له نورو ماشومانو سره جنګ جنجال کوی ، يا پلار او مور ته تکليفونه راپيدا کوی ، نو پلار او مور يی د ډوډی خوړلو په وختاو د دسترخان په سر ماشومانو ته لکچر ورکوی ، ورباندی غصه کيږي ، او ردبد ور ته وايی يا يی وهی ٠ په دغه وخت کی د ماشوم طبعيت خراب شي او د ډوډی خوړلو لپاره يی مينه او خوښی په ژاړه او
غم بدل شي ٠ دا کار د ماشومانو د صحت لپاره زيانمن دی ٠ خصوصأ کله چه ماشوم د ډوډی خوړلو په وخت کی په ژړا پيل وکړی ، د دی ويره شته چه د وريژی دانه او ياداوبو غړپ د ماشومانو په وچه غاړه شي او د سخت خطر سره ئی مخامخ کړي ٠ علاوه پر دې ماشوم د ډوډی خوړلو څخه پاتی کوی او اشتها يی سوځيږي ٠ که په داسی حال کی پلار او مور د ډوډی د بيا خوړلو لپاره پر ماشوم باندی زور واچوی ، نو نتيجه به دا وي چه د ماشوم په محده کی ډوډی پوره نه شي هضميدای او ماشومان به ورو ورو د هافسمی په ناروغيو اخته شي ٠
مونږي پوهيږو چه ټول والدين غواړی چه ماشومان يی روغ او ښه وده وکړي ، لوی شي او د دوی خدمت وکړي ٠ نو مونږ هيله لرو چه تاسی به زمونږ پورتنيو تجويزونو ته توجه وکړي او په خپل لاس به د خپلو ماشومانو صحت خراب نه کړي ٠
بله برخه دا ده چه مونږ ټول پوهيږو چه د لمر وړانګی د انسان د ژوند ضروری شرط دی ٠ نو د وړوکی ماشوم د ودی لپاره د لمر وړانګی هم ډيری مهمی دی ٠ خو د توجه وړ خبره دا ده چه نوی زيږيدلی ماشوم بايد د يوې مياشتې نه وروسته د لمر وړانګو ته پری ايستل شي او دغه وخت دی ورو ورو اوږد شي ٠ عمومأ د جنوری او فيبروری په مياشتو کی هره ورځ د غرمی په وخت کی کولی شي چه وړوکی ماشوم په کوټه کی د يو يا دوو ساعتو لپاره د لمر تر وړانګو لاندی وساتی ٠ په نورو مياشتو کی بايد دې ته متوجی شي چه د سهار د لسو بجو د مخه او د غرمی د درو بجو نه وروسته وړوکی ماشوم د لمر وړانګو ته پری نه باسی ٠ د ژمی او د پسرلی په سر او د منی په پای کی به ښه دا وی چه د يو کال يا زيات او کم عمر ماشوم په بهر کی د لږ وخت لپاره د لمر تر
وړانګو لاندی وساتی ، البته په داسی وخت کی چه زيات باد ونه لګيږي ٠
په دوبی کی که د لمر وړانګی ډيری تيزی وی ، يايد ماشوم په سيوری کی پری ايستل شي ٠ بله خبره دا ده چه ماشوم د ډوډی خوړلو نه وروسته د لمر وړانګو ته پری نه ايستل شي ٠ همداشان هغه ماشوم چه صحت يی ضعيف وی ، د ډير وخت لپاره د لمر تر وړانګو لاندی مه ساتي ٠