د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د پاکستان د فدراری خاص استازی فاروک احميد خان چه د زلزلې د مصبت سره د مرستی د هماهنګی په کارونو کی مسئوليت لری ، د نوامبر په دوهمه نيټه له بين المللی ټولنی څخه غوښتنه وکړه چه د ژمی د رارسيدو د مخه د مصبت ځپلو خلکو د ژغورلو او ترتيبت لپاره عاجل کوشش وکړي ٠
فاروک په همدی ورځ په اسلام أباد کی خبريالانو ته وويل چه تر اوسه پوری په پاکستان کی د زلزلې له امله څه دپاسه اوا زره تنه مړه او نور اويا زره تنه ټپيان شول ٠ هغه زياته کړه چه اوس په مصبت ځپلو سيمو کی دری مليونه دری لکه تنه بی کوره خلک د خيمو ، خواړو او دارودرملو او نورو مالونو اړتيا لری ٠