د سين هوااژانس د خبر له مخی : د امريکی د نظامی قواوو نطاقې چين وفوت د نوامبر په دوهمه نيټه په واشينګتن کی وويل چه د القاعدی سازمان يو عالی رتبه مشر عمر ال فروق د سږ کال د جولای په مياشت کی په افغانستان کی د امريکائی فوځونو له بنديخانی څخه وتښتيد چه تر اوسه پوری ئی لا نه دی نيول شوی ٠
د سږ کال د جولای په مياشت کی څلور تنه بنديان له هغی بنديخانی څخه په بريالی توګه وتښتيدل چه د افغانستان په بګرام کی د امريکی د هوايی فوځ په اډی کی جوړه شوی او فروک له نوموړو څلورو تنو څخه دی ٠
په افغانستان کی د امريکی فوځ د نوامبر په دوهمه نيټه د يوی اعلاميی په خپرولو سره وويل چه د نوموړی پيښی نه وروسته د امريکی فوځ د بنديخانو د امنيت د ساتنی لپاره تدبيرونه نيولی دی ، دوی اوس لا هم د نوموړو څلورو تنو مجرمينو د نيولو لپاره هڅه کوی ٠