د سين هوااژانس د خبر له مخی : د روانی مياشتی په دريمه نيټه د پاکستان د مصبت ځپلو سيمو سره د مرستی لپاره د چين د حکومت ديارلس زره خيمی د منځنی چين د هه نان ولايت د جنګ جو له ښار څخه دغه هيواد ته استولی دی ٠
د پاکستان د مامورين د تازه خبر له مخی د اکتوبر په اتمه نيټه په پاکستان کی د سختی زلزلې له امله څه دپاسه اويا زره تنه مړه او نهه شپيته زره تنه ټپيان شول او سل ګونه مليونه تنه اوسيدونکی بی کوره دی ٠
په پاکستان کی د زلزلې نه وروسته د چين حکومت سمدلاسه د خيمو په شمول زياته اندازه امداردی مالونه پاکستان ته ليږلی دی ٠