د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د نوامبر په دريمه نيټه په اسلام اباد کی د چين د سوداګری د وزير د مرستيال چن جيان په مشری د چين له حکومتی هيات سره کتنه وکړه. د کتنی په ترڅ کی عزيز د پاکستان د حکومت په نمايندګی د زلزلې ځپلو سيمو د ژغورلو په کارونو کی د چين سمدستی او بی الايشی مرستی په نسبت خپله مننه څرګنده کړی ده. چن جيان عزيز ته د صدراعظم ون جيا باو سلامونه څرګنده کړه او له دې امله د پاکستان له حکومت څخه مننه وکړه چه د اړوندی تحقيقات په ترڅ کی د چين د هيات سره يی مرسته وکړه. هغه وويل چه د چين حکومت به د پاکستان د زلزلې ځپلو سيمو د بيا رغونی په باب په هغه بين المللی غونډه کی د ګډون لپاره عالی رتبه هيات وروليږی کومه چه د نوامبر په نولسمه نيټه به په اسلام اباد کی جوړه شی.
|