

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! چين ته د سفر په نننی پروګرام کی به د چين د ختيځ د لرغونی ښارګوټی نان شون په باب تاسو ته څه معلومات وړاندی کړو .
د چين د ختيځ د جه جيانګ په ولايت کی يوه حاصل خيزه دښته شته چه د هانګ جيا هو دښته نوميږی او په دغه دښته کی زياتی وريج ، کبان او وريښم توليديږی . د نان شون ښارګوټی په همدغه دښته کی پروت دی او پکی څه دپاسه شل باغونه چه د پخوانيو شتمنو سوداګرانو له خوا جوړ شوی ؤ ، لاهم موجود دی .
( موزيک )
د نان شون ښارګوټی څه دپاسه ٧٠٠ کاله تاريخ لری او منظره يی ډيره ښکلی ده . زيات سيندونه له دی ښارګوټی څخه تيريږی او ټول واټونه او کورونه يی د سيندونو پر غاړو باندی جوړ شوی دی . واټونه يی پلن نه دی او ټول پلورنځی يی لوی هم نه دی . د پلورنځيو دروازې يی له لرګيو نه جوړی شوی او د بام تر څنډې لاندی يی فانوسونه ځړول کيږی . دغه راز په نوموړی ښارګوټی کی خلک أرامتيا احساسولی شی . يوه محلی سړی جانګ فو لين وويل
(اواز)
که څه هم د دی ښارګوټی مساحت يوازی دری مربع کيلومتره دی مګر په تيرو زمانو کی يی زيات شتمن خلک درلودل او پکی ١٢ تنو لويو سوداګرانو د څه دپاسه دری زرو کيلوګرامو سپين زرو په ارزښت شتمنی درلوده .
د نوموړی ښارګوټی سوداګرانو له اوه لسمی پيړۍ نه د وريښمو تجارت کاوه نو
په دغه ساحه کی نان شون زيات شهرت درلود . ١٨٠ کاله دمخه د نان شون وريښم هند ، مصر او سوريې ته صادريدل . په ١٩١٥ کال کی د نان شون وريښم د پاناما په بين المللی نندارتون کی طلايی جايزه ترلاسه کړی وه . د وريښمو تجارت محلی سوداګرانو ته زياتی ګټې رسولی او په دی اثر هغوی

د خپلی شتمنۍ د څرګندولو لپاره لوکس کورونه اوباغونه جوړ کړی وو .
د شياو ليان جوانګ په نامه باغ د بډای ليو يونګ کور و چه د نان شون د ښارګوټی په موجودو باغونو کی تر ټولو نه لوی دی . ليو يونګ په تيره زمانه کی يو ډير شتمن سوداګر و او د څلويښتو کلونو په موده کی يی دغه باغ جوړ کړ چه ١٧ زره مربع متره مساحت لری .
مسافره لی بی له شياو ليان جوانګ سره ډيره علاقه لری . هغی خبريال ته وويل :
(اواز)
په دغه باغ کی غرونه او سيند شته او رنګارنګی غرفې او چوترې هم جوړی شوی دی . دغه باغ د چين د جنوبی باغونو يو مثال دی او زما ډير خوښيږی .
زيات مسافرين د پيغلې لی بی په شان د شياو ليان جوانګ ښکلو منظرو ځانته جلب کړی دی . خو د نان شون په ښارګوټی کی د شياو ليان جوانګ نه پرته د ليدو وړ نور ځايونه هم شته دی . بای جيان لوچه معنی يی سل کوټې لرونکی ودانی ده ، له نوموړو ځايونو څخه شميرل کيږی . نوموړی سل کوټې د سيند پر غاړی جوړی شوی دی . د لارښوونکې جانګ چيان په قول نوموړی سل کوټې څه دپاسه څلور سوه کاله تاريخ لری او د يوې پخوانی شتمنې کورنۍ د سلو تنو ښځينه نوکرانو لپاره جوړ شوی وی .
( اواز )
وايی چه څلور سوه کاله دمخه ، د نان شون د يوه حکومتی مامور زوی چه دونګ نوميده، د يوه شتمن بډای له لور سره چه ماو نوميده ، واده وکړ . د واده نه مخکی
ماو ورته وويل چه د دونګ کور کافی نه دی ځکه هغوی به له ماندينې سره د ميړه کور ته سل نوکران وليږی . بيا دونګ وويل چه ستونزه نه شته او زه به سل کوټې جوړی کړم . نو پدی ډول يی سل کوټی جوړی کړی وی .
ګرانو اوريدونګو ! د نوموړی ښارګوټی فضا ډيره ارامه ده . هره ورځ کله ناکله يو موټرسايکل د هغه په وړاندی تيريږی او د انجن اواز يی هم ډير ټيټ وی او د دغه ځای ډير سپين ږيری د لمر وړانګو ته کينی او يو د بل سره د زړه خواله کوی .
ګرانو اوريدونکو ! همداوس تاسو د چين د ختيځ د لرغونی ښارګوټی نان شون په باب يو راپور واوريد ستاسی د اوريدلو له امله ډيره مننه کوو !