<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-04 17:02:17    
په دې نژديو سلو کلونو کی د چين موزيمونو لوی پرمختګ موندلی دی.

cri
ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم! نان تونګ د چين د جنوبی سيمې يو کوچنی ښار دی چی د شانګهای له ښار څخه دومره ليری نه دی. څو ورځې دمخه د چين او نورو هېوادونو د څه نا څه يو سلو ديرشو موزيمونو رئيسان په نوموړي کوچنی ښار کی راغونډ شوی ؤ او د يوه محلی موزيم د جوړېدو د سلمې کاليزې نمانځنه يی وکړه. د موزيمونو د بين المللی ټولنې رئيس هم له دې امله د م م د يونيسکو له سازمان څخه راغلی ؤ او د نمانځنې په فعاليتونو کی يی برخه اخيستله.
١٩٠٥ کال د چين د کلتوری تاريخ دپاره ډير مهم کال و. په دغه کال کی د چين د جنوب د نان تونګ په ښار کی يو صنعت ګر جانګ چين يو موزيم جوړ کړ چی په چين کی لومړنی معاصر موزيم بلل کېږی. مېرمن وانګ دونګ يون چی د نوموړي موزيم رئيسه ده، وويل چی د نان تونګ موزيم يو عادی موزيم نه دی، ځکه نوموړی موزيم که څه هم سل کاله دمخه جوړ شوی، خو ټل جوړی شوی ودانۍ د اوسنی زمانې د يوه عصری او پرمختللی موزيم په شان دي. هغې خبريال ته داسی وويل
(لومړی اواز)
پخوا دغه موزيم په منځنی، جنوبی او شمالی درو برخو کی ويشل شوی ؤ چی په جلا جلا توګه پکی تاريخی، هنری او طبيعی اثار ښودل کېدل. نندارچيانو نه يوازی د غرفې په دننه کی، بلکه په بهر کی به يی هم رنګا رنګ نباتات او ژوی ليدل.
په چين کی موزيمونه اوږد تاريخ لری، مګر معاصره موزيمونه د معاصر ښوونځي په شان د چين د ټولنې د قدم په قدم د عصری کېدو په بهير کی رامنځته شويدی. د چين حکومت د نان تونګ موزيم سلمې کاليزې ته په درنه سترګه ګوری. د مربوطو اسنادو له مخی، د شلمې پېړۍ په پيل کی په چين کی څه نا څه اويا موزيمونه ؤ. مګر د نوموړې پېړۍ په دريمه او څلورمه لسيزه کی د جاپانی تېری کوکونکې جګړې له امله د چين ټولنې او کلتور ته لوی تاوانونه ورسېدل. په ١٩٤٩ کال کی په چين کی يوازی پنځه ويشت موزيمونه موجود ؤ او د نان تونګ موزيم له دې څخه يو و. د چين د ولسی جمهوريت د جوړېدو نه وروسته، د چين په کلتوری تاريخ کی نوموړي موزيم لومړنی مقام تر لاسه کړ او د يوه مهم تاريخ ميراث په توګه نوموړي موزيم په ښه توګه ترميم شوی او پکی د ساتل شويو اثارو شمېر زيات شوی دی. په تېره بيا د جوړېدو د سلمې کاليزې نه مخکی، محلی حکومت د زياتو پيسو په لګولو سره د پخوانی ودانی تر څنګ يوه نوی ودانی جوړه کړه چی پکی د نان تونګ ښار انکشافی تاريخی اثار ښودل کېږی. په دې وروستيو کلونو کی چين د موزيمونو د جوړونې او بيا رغاونې په برخه کی لوی برياليتوب تر لاسه کړيدی. په بېجينګ کی دولتی موزيم د پراخېد په حال کی دی، د شانګهای، شی ان او جن جو په شمول څو لويو ښارونو کی زيات شمېر معاصر موزيمونه جوړ کړيدي. د چين د تاريخی اثارو د ساتنې ملی رياست رئيس شان چی شيانګ له دې څخه خوښې څرګنده کړه او و يی ويل
( څلورم اواز)
د سلو کلونو نه راهيسی، د چين د موزيمونو چارو لوی پرمختګ موندلی دی او اوس په چين کی څه دپاسه دوه زره دری سوه موزيمونه شته چی پکی څه نا څه شل مليونه تاريخی اثار ساتل کېږی او هر کال يو سلو پنځوس مليونه تنه نندارچيان ځانته راجلبوی.
د نوموړي عالی مامور په قول اوس په چين کی نه يوازی زيات شمېر عمومی موزيمونه جوړ شوی، بلکه زيات شخصی موزيمونه هم رامنځته شويدي. د تېری پېړۍ د اتمې لسيزې نه راهيسی، د چين حکومت د شخصی موزيمونو جوړېدو ته اجازه ورکړيده او تر اوسه پوری شمېر يی څه دپاسه سلو ته رسېږی.
چين يو ستر هېواد دی چی مساحت يی لوی او د خلکو شمېر زيات دی. د ټول هېواد په مختلفو برخو کی اقتصادی سويې بيلا بيلې دي او کلتوری پرمختګ يی هم نابرابر دی. د موزيمونو د بين المللی ټولنې په اړه د چين د کميټې رئيس ښاغلي جانګ بين وويل
( پنځم اواز)
د چين د ولسی جمهوريت د جوړېدو نه وروسته، د چين د موزيمونو چارو لوی پرمختګ موندلی دی، مګر نيمګړتيا لا هم شته. په ختيځه برخه کی اقتصاد د منځنی او لويديځې برخې په نسبت چټک پرمختګ موندلی دی. نو مونږ بايد منځنيو او لويديځو سيمو ته په درنه سترګه وګورو او په نوموړو موزيمونو کی لا زيات شمېر موزيمونه جوړ شی، تر څو نندارچيان په نوموړو سيمو کی له زياتو په زړه پوری نندارتونونو څخه خوند واخلی. هغه زياته کړه زه باور لرم چی د چين د اقتصاد په چټک پرمختګ سره به د چين د موزيمونو چارې لا لوی برياليتوب تر لاسه کړی.
ګرانو اورېدونکو، همدا اوس مو د هنر او کلتور نننی پروګرام واوريد چی عنوان يی و، په دې نژديو سلو کلونو کی د چين موزيمونو لوی پرمختګ موندلی دی. هيله ده چی پروګرام مو خوښ شوی وی. ستاسو د روغتيا په هيله!