
د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان د بحری قواوو يو نطاق د نوامبر په څلورمه نيټه دا خبر تصديق کړ چی د پاکستان د جنوبی برخې د تاتا ښار شاوخوا په عربی سمندرګی کی يوه بيړی د ټاکلی اندازې نه د زياتو مسافرينو له امله ډوبه شوه او لږ تر لږه شپېته تنه مړه شويدي.
د پاکستان د نيوز ورځپاڼې د خبر له مخی، په نوموړې بيړۍ کی اکثرو مسافرينو وغوښتل چی د مړو د ښخولو په مراسمو کی د برخه اخيستنې دپاره بل کلي ته ولاړ شی.