د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د شانګهای د همکارۍ د موسسې سرمنشی جانګ ګوانګ ده د نوامبر په څلورمه نيټه په بيجينګ کښی وويل چه دا سازمان به د منځنی أسيا د سيمه ايز امنيت په مناسبت چه دا يوه د توجه وړ مسئله ده، له افغانستان سره همکارۍ وکړی تر څو چه په ګډه توګه سيمه ايزه سوله ، امنيت او ثبات وساتی ٠
په همدې ورځ د شانګهای د همکارۍ د موسسې او د افغانستان د اسلامی جمهوريت ترمنځ د ارتباطی ګروپ د جوړولو په باب د پرتوکول د لاسليکيدو په مراسمو کښی سرمنشی جانګ ګوانګ ده خبريالانو ته وويل چه افغانستان د شانګهای د همکارۍ د موسسې دوست ګاونډی هيواد دی او د کورنيو حالاتو بدلون يی د منځنی أسيا د سيمې پر امنيتی اوضاعو باندی مهمه اغيزه لری٠