<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-05 20:17:12    
د چاغوالي اضرارو

cri

په هغه تحقيقاتي راپور کې چه د امريکې د يوه انسټيټوټ له خوا خپور شوي ، ويل شوي چه چاغوالي د انسان روغتيا ته ډير اضرار رسوي او يوازي په امريکا کې هر کال دري لکه تنه د چاغوالي له امله د راپيدا شويو ناروغيو په اثر مړه کيږي ٠ د نوموړي راپور له مخې اوس په امرکا ؤ روسيه ، انګلستان او جرمني کې په سلو کې يو شپيته ، څلور پنځوس ، يو پنځوس او پنځوس برخه بالغ کسان چاغ دي يعني د بدن ورزن يي له معياري اندازي نه دروند دي ٠ پرته له دي نه په پرمختيايي هيوادونو کې هم د چاغو کسانو شمير هم د زياتيدو په حال کې دي ٠ م مثال په توګه په برازيل کې د شپږ ديرش قيصدو بالغو کسانو د بدن وزن له معياري اندازي نه دروند دي ٠ د اټکل له مخې اوس په نړۍ کې د چاغو کسانو شمير له يو مليارډو يو سلو مليونو نه زيات دي ٠ علاوه پر دي د احصايي له مخې په امريکا کې له هرو لسو هلکانو نه يو چاغ دي چه عمر يي له شپږو کالو نه تر اوولسو کالو پوري دي ٠ دوي به د عمر له زياتيدو سره پر له پسي د چاغوالي په ناروغۍ کې هم اخته وي ٠ د انګليزي ډاکترانو په نظر چاغوالي اوس په يوه مسري ناروغۍ بدل شوي دي او ثابته شوې ده چه چاغوالي د زياتو ناروغيو سبب دي ، مثلأ د زوه ناروغۍ د مغزي سکته ، او د قند ناروغۍ د ويني لوړ فشار او داسي نور ٠

بله د توجه وړ خبره دا ده چه چاغوالي هم د سرطان د ناروغۍ د پيدا کيدو سبب هم کيږي ٠ د هغې څيړنې له مخې چه د انګلستان د سرطان د څيړونکي صندوق له خوا د مرستې په اثر سر ته رسيدلي ، چاغوالي د سګريټ څکلو نه غير د سرطان د پيدايښت دوهم خطرناک عامل دي ٠ اړوندو څيړونکو وويل چه چاغوالي د زياتو خطرناکو سرطانونو لکه د تي، رحم ، صفرا او پښتورګي د سرطانونو د پيدا کيدو سره مستقيمه رابطه لري ٠ د اړوندې احصايي له مخې په امريکا کې له هغو سرطاني ناروغانو څخه لس فيصده برخه د چاعوالي له امله پيدا کيږي چه هيڅ سګريت نه څکي ٠ په اروپا کې اوه قيصده برخه سرطاني ناروغان چه د سګريت څکلو عادت نه لري ، هم د چاغوالي له کبله په دغه لا علاج ناروغۍ اخته کيږي ٠ د اړوندو کارپوهانو په نظر امکان شته چه چاع کسان په تيره بيا چاعې ښخي د مغرط هورمون د راپيدا کيدو له امله په مستعد ډول په پورتنيو سرطانونو اخته کيږي ٠ د اړوندو نامتو کارپوهانو په قول که څه هم د چاغوالي د کمښت له لارې په سرطانونو باندې د اخته کيدو خطر کيداي شي ٠ مګر د چاغوالي د اوږدي مودي د کمښت په باب څيړنه مشکله ده ٠ نو تر اوسه پوري معلومه نه ده چه د غذا طولاني کنترول په روغتيا باندې څه ګټه لري ٠ خو ويلي شي چه د هغو کسانو څخه تقريبأ نيمه برخه چه سګريت نه څکې ، د ژوند د عادت د تبديلولو له لارې له سرطان څخه بچ کړي شي ٠ لنډه دا چه د بدن چاغوالي د قند د ناروغۍ ، لوړ فشار ، رومانيزم ، د زړه ناروغۍ او په وجود کې د تيږو د پيدا کيدو سبب دي ٠ د يو اړوند راپور له مخې اوس د چاغو کسانو شمير د سګريت څکونکو او شراب څښونکو د مجموعي نه هم زيات دي ٠ ډير خلک د لوړ فشار په ناروغۍ اخته دي چه علت يي د چاغوالي سره مستقيمې اړيکې لري ٠ د دغو ناروغانو له پاره چاغ يا په وينو کې چربي زيات دي او د لوړ فشار په ناروغۍ اخته شوي ، د ډوډۍ اندازه دي کنترول کړي ، ماښام دي زياته ډوډۍ نه خوري او د ډوډۍ خوړلو په وخت دي د نورو کسانو سره شورماشور او جارجنجال نه کوي ، که نه و نيو فشار به يي نور هم لوړ شي ٠