<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-05 20:56:48    
کمبشن کاران په کليو کی د شتمن کيدو د پل رول لوبوی

cri

د چين په کليو کی د لس ګونو کالو د اصلاحاتو راهيسی د کرنی توليداتو زياته وده کړی ده .خو په اصل کی د ځينو سيمو توليدات يی لاهم په تيت وپرک او عنعنوی توګه لاس ته راځی چی د کرنی د دغسی حالاتو په اثر په کليو ک ی د کرنی عصری توليداتو او لويو بازارونو ترمنځ جلاوالی موجود دی .د اړوند متخصص په قول د چين په زياترو کليو کی په سلو کی د څه د پاسه ٨٠ بزګرو د معلوماتو منبع د يو مربع کليو مترو په چوکاټ کی وده کړی ده چی دا د چين د بزګرو د شتمن کيدو په لار کی لوی خنډ دی .اوس د ټول هيواد په چوکاټ کی ٦ سوه لس زره هغه کليوالی کميشن کاران چی د بازارونو په باره کی ښه معلومات لری د بزګرو د کرنی د توليداتو د خرڅلاو دپاره ښی زمينی برابری کړی چی په دی ډول د بزګرو د شتمنيدو دپاره ډيره مرسته کوی .د دوی د دلالی چارو چوکاټ عبارت دی له غلودانو ،پمبه و،وړيو سبزجاتو ،ميوو ،نيالګيو ،څارويو ،سمندری پيداوار ،کورنی مرغانو او طبی بوټيو چايو او مرخيړيو څخه دی .د ضايعو او تجارت د دولتی اداری د بازارونو د رئيس ښاغلی وانګ په نظر په کليو کی د دلالانو رامنځته کيدل دوه لايخله ستر پړاونه چی د اوږدی مودی نه راهيسی راپاتی شوی حل شوی دی چی يو يی د کرنی توليدات زر زر نه خرځيږی او بل يی دا دی چی بزګرو ښه حاصلات تر لاسه کوی خو ښه عايدات نشی حاصلولی .په کليو کی د کميشکارانو زياتيدل په هيواد کی د بزګرو د عايداتو د زياتيدو باعث ګرځيدلی دی .دغه راز د بزګرو د عايداتو د زياتيدو په عين حال کی د کرنی توليداتو د تنظيم،د کرنی توليداتو د صنعی کيدو او په کليو کی د کار د اضافه قوت د استخدام دپاره هم ګټور دی .د معلوماتو له مخی د چين په کليو کی د لالان عمومأ د ضايعو او بزګر له لاری فعاليت کوی .عمومأ يو دلال د څو بزګری

ګورنيو سره اړيکی ټينګوی يا داسی ويل کيږی چی يو دلال د يوه کلی بزګرو ته لارښوونه کولی شی .د زرګونو کالو راهيسی د کرنی هغه عنعنوی او تړلی توليدی شکلونه اوس د صنعتی کيدو په لوری مخ په وړاندی د رومی چی نن ورځ ګڼ شمير داسی مسلکی کلی رامنځته شوی چی يوازی د کرنی يو ډول توليدات توليدوی خو د کرنی د لالان په کليو کی د اقتصادی جوړښت د تنظيم رول لوبوی .

همدا راز په کليو کی کميشنکارانو د کليوالو د استخدام دپاره ښه رول لوبولی دی چی له همدی لاری زرګونه بزګران په کارونو کی کمارل شوی دی .د يوه کار يوه په نظر په کليو کی د دلالانو فعاليتونه نه يوازی کلی او بازار سره يو ځای کړی ،د کرنی د توليداتو جوړښت هم تنظيم شوی ،د بزګرو عايدات ډير زيات شوی او د بزګرو د استخدام دپاره ښه زمينه برابره شوی ده بلکه ډير مهم ټکی دا دی چی دا کار د بزګرو فکرونه او ذهن بدل کړی او د بزګرو په توليدی شکل کی يی بدلون رامنځته کړی دی .دغه شان د بزګرو د عايداتو د زياتيدو په څنګه کی په خرڅلاو او پانګه اچولو کی د بزګرو غوښتنه هم زياته شوی ده چی دا د کليو د پرمختګ او د ښار په لوری د کليو د ودی دپاره هم مساعده زمينه رامنځته کړی ده .

د جيانګ يو ولايت د يانګ جو ښار د دينګ خو ښار ګوتی د فوچياو په کلی کی بزګر (ګوان يو هوا ) وويل چی مخکی تر دی نه مو ګلان روزل خو يوه نه وم چی پر چای خرڅ کړم .اوس ښه شو چی دکلی دلال د بازار د لټولو په برخه کی مونږ سره مرسته کوی .هره کورنۍ د ګلانو د روزنی په واسطه پيسی تر لاسه کوی چی په کال کی تقريبأ ٤٠ يا ٥٠ زره ژن مين بی يوانه پيسی تر لاسه کولی شی .