د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، له هغه وخته راوروسته چه د چين د داخلی مغولستان په خودمختاره سيمه او د أن خوی ، هونان او لياو نينګ په دريواړو ولايتونو کی په وار سره د مرغانو د انفلونزا سرايت وموندل شو ، د هيواد په مختلفو سيمو کی د مرغانو د انفلونزا د سرايت د مخنيوۍ او کنترول اړوند تدبيرونه پياوړی شوی دی .
د بل خبر له مخی ، د چين د هانکانګ د خاصی اداری سيمی حکومت د قرانطين او د ساری ناروغيو د وقايی په باب مقررات په ابتدايی توګه اصلاح کړی او پکی د مرغانو انفلونزا د ساری ناروغيو په ليست کی شامل شوی ده .