د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د حيواناتو د روغتيا نړيوال سازمان چه مقر يی په پاريس کی دی ، د نوامبر په پنځمه نيټه د يوی اعلاميی په خپرولو سره دی ته اشاره وکړه چه په ځينو پرمختيايی هيوادونو کی د مرغانو د انفلونزا د مخنيوۍ او کنترول د لازمو شرايطو د نشتوالی له امله دغه ډول ساری ناروغی په مکرره توګه موندل کيږی . نو په دی وجه که چيری نوموړو هيوادونو ته مثبتی مرسته ورنه کړی شی ، نو نور هيوادونه به هميشه د مرغانو د انفلونزا د سرايت تر تهديد لاندی وی .
په نوموړی اعلاميه کی ويل شوی چه نوموړی ساری ناروغی ځکه په پرمختللو هيوادونو کی لږ موندل کيږی چه علت يی دا دی چه اړوند فارمونه د کورنی مرغانو او نورو الوتونکو د ساری ناروغيو د مخنيوۍ اوکنترول په معلوماتو ښه پوهيږی . خو د ډيرو پرمختيايی هيوادونو په ځينو کليو او کورنيوکی روزل شوی مرغان ممکنأ له بهرنيو ناروغو مرغانو سره د تماس له لاری په ناروغۍ اخته کيږی .