د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، له هغه وخته راوروسته چه د چين د داخلی مغولستان په خودمختاره سيمه او د أن خوی ، هونان او لياو نينګ په دريواړو ولايتونو کی په وار سره د مرغانو د انفلونزا سرايت وموندل شو ، د هيواد د شمال ختيځ د جه لين ولايت ، د ختيځی برخی د شان دونګ ولايت ، د جنوب لويديځ د سی څوان ولايت او د هانکانګ په شمول مختلفو سيمو کی د مرغانو د انفلونزا د سرايت د مخنيوۍ او کنترول اړوند تدبيرونه پياوړی شوی دی .
د بل خبر له مخی ، د چين د روغتيا د وزارت مطبوعاتی نطاق په شپږمه نيټه هغه راپور ورکړ چه د چين د هونان ولايت د شيانګ تان په ولسوالی کی دری تنه خلک د سږی په ناروغۍ اخته شوی چه علت يی معلوم نه دی .خو امکان شته چه د مرغانو انفلونزا له سرايت سره رابطه لری . اوس د چين د روغتيا وزارت د روغتيا د نړيوال سازمان اړوندو پوهانو ته بلنه ورکړی ده چه چين ته راشی ترڅو د نوموړی ناروغۍ د علت د پلټنې لپاره ګډ کوښښ وکړی .