<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-06 18:34:37    
د باد بادک په باره کی يو لړ په زړه پوری معلومات

cri

ټولو ته معلومه ده چی چين د باد بادک ټاټوبی ده ، د پسرلی موصم د باد بادک بازی ښه موقع ده ، په واشنګتن کی د امريکی د هوا نوردۍ او کيهان نوردۍ په موزيم کی يوه لوحه ليدل کيږی او ورباندی ليکل شوی چی په نړۍ کی تر ټولو نه لومړی الوتونکی الات د چين باد بادک او راکټ دی ٠ هو دوه زره کاله دمخه چينايانو په لرګيو او بانس د باد بادک په جوړولو لاس پوری کړ٠ د روايت له مخی د چين نامتو ترکاڼ لوبانګ د باد بادک په جوړولو کی لوی لاس درلود او د ده لخوا جوړ شوی کاغذ باد د درو ورځو دپاره په هوا کی والوتلی شو٠ وروسته چينايانو د کاغذ باد د چوکاټ د جوړولو دپاره د بانس څخه استفاده کوله ، نژدی دری سوه کاله د مخه د چين پيکنګ، تين جين ، وی فان او نان تونګ څلور واړو ښارونو د کاغذ باد په جوړولو ډير شهرت وموند او په ١٩١٥ کال کی چينی کاغذ باد په وياړ سره د پاناما په بين المللی نندارتون کی نقره يی ميدال تر لاسه کړ٠ د چين کاغذ باد د طبيعی علومو د انکشاف دپاره ډير ستر خدمات تر سره کړيدی٠ د الوتکی مختراعانو لايت وروڼو د کاغذ باد په ذريعه د څيزونو د الوتلو ازموينه بشپړه کړه او دا نظريی درلود چی الوتکه او کاغذ باد دواړه غير منقول پردار الات دی٠

په اتلسمه پيړۍ کی د امريکی مشهور عالم فرانکرين د بريښنا د څيړنی په وخت کی د اوسپنيزو تارونو او ورښمين ټوکر په واسطه يو باد بادک جوړ کړ چی په باد بادک باندی يو اوسپنيز کلی ځوړند و ٠ د باران په وخت کی چی له تالندی څخه ډک و، په هوا کی په کلی باندی د اور بڅلۍ تر سترګو شو٠ له دی ازموينی څخه څرګند شوی چی په وريځو کی برق موجود دی ، وروسته له دی نه د تالندی او بريښنا راز نړيوالو ته ښکاره شو٠

د چين د شان دونګ ولايت د وی فانګ ښار څخه په لس کيلومترۍ کی يو کوچنی کلی واقع دی چی يان جافو کلی نوميږی٠ د باد بادک بازی په هره بين المللی مسابقه کی چی هر کال يو ځل په وی فانګ ښار کی جوړيږی، د دی کلی لخوا جوړ شوی رنګارنګ باد بادکونه ليدل کيږی٠ د پسرلی له عنعنوی اختر څخه د اپريل تر لومړيو ورځو پوری د يان جا بو کليوال د کاغذ بادونو په جوړولو لګيا دی٠ دا کلی په شمالی چين کی يو نمونوی کلی دی او په کلی کی هغه کورونه قطار په قطار ولاړ دی چی په سرو خښتو جوړ شويدی ٠ کله چی خبريال دی کلی ته ورسيد، و يی ليدلو چی څو تنو ځوانانو په ميدان کی د باد بادک بازی کوله ٠ دوو ځوانانو خبريال ته وويل چی زمونږ په کلی کی د کاغذ باد جوړولو عنعنات څو زره کاله تاريخ لری او د وی فانګ په سيمه کی ډير شهرت لری٠ زمونږ په کلی کی دوه سوه پنځوس کورنی شته او اتيا فيصده کورنی د کاغذ باد د جوړولو په کسب بوختی دی او هر کال بقريبأ يو مليون کاغذ بادونه جوړوی٠ خبريال د کاغذ بادونو وليدلو چی په ديوالونو ، ميزونو او ځمکو په يوه خبره د کوټی په هر ځای کی لوی يا کوچنی کاغذ بادونه پراته دی٠ ځينی يی د باز په شان ، ځينی يی د پتنګ غوندی او ځينی نور يی د طلايی کب ، بمبيرک او شوپرک په شکل جوړ شوی دی ٠

په کاغذ بادونو باندی عمومأ د فولکوری کيسی او افسانی رسمونه کښل کيږی چی له دی څخه د نيکمرغ ژوند د حاصلولو په غرض د خلکو ارزو څرګنديږی او په عين وخت کی د فولکوری ژوند څخه ډکه ښه فضا ليدل کيږی٠

د يان جا فو په کلی کی خبريال له مشهور باد بادک جوړونکی سپين ږيری يان تون کو سره لنډه مرکه وکړه٠ دغه سپين ږيری د باد بادک جوړولو دپاره څه دپاسه لويا کاله تير کړيدی٠

دلته په خاص ډول وويل شو چی سپين ږيری يان د صدپا په شکل باد بادک په جوړولو کی زياتی تجربی لری٠ هغه په ٨٦ کلنی کی يو لوی باد بادک جوړ کړ چی سر يی د ښامار په شکل او بدن يی د صدپا غوندی دی او دری سوه پنځوس متره اوږدوالی لری ٠ اوس هغه که څه هم سپين ږيری شو ، خو هره ورځ له زامنو او لمسيانو سره د باد بادکونو په سريښولو او جوړولو بوخت دی٠ په يان جا فو کلی کی د کاغذ بادو د جوړولو يوه کوچنی فابريکه هم شته او د شاندارو او لويو کاغذ بادونو د ډيزاين او جوړولو وظيفه لری٠