<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-11-06 21:34:48    
ستاينه

cri

ګمان مه کوئ چه زه د کوم شخص صفت کوم چه هغه به له يو ښه خوی سره سل بد خويونه هم لری .

د چا د ښه باغ ، ښکلی قصر ستايه هم له ما نه پوره نه ده .

په دې ګرانه او حقه روژه کی که هر څومره وږی او تږی شم ، د چا د دسترخان رازراز نعمتونه او طعامونه ، شزيتونه او مېوې نه ستايم او نه دغه ټيټ شيان د ستايلو وړ بولم .

که څه هم جلال اباد ته روان يم او دزړې کرايي لارئ انتظار لرم ، بيا هم د چا د بيوک او شورليټ ستاينه د ځان د پاره عار ګڼم .

هو! زما نظر په دغه وخت کی له دې ټولو شيانو نه اوچت دی او يو عالی حقيقت او حقه وينا ستايم چه هغه له يوه خواږه ، خوندور او پرکيف شعر څخه عبارت دی او له دې مادی دنيا نه هغه خوا په معنوی جهان کی له دغو ټوله شيانو نه لوړ قيمت لری .

دا شعر د پستنو او مخصوصأ د افغانستان ، په افغانستان کی بيا ننګرهار د ډير مشهور شاعر او فاضل اديب ښاغلی قيام الدين خادم اثر دی چه د کابل ، مجلې په ٢١٩مه ګڼه کی د ادبياتو له کليشې لاندی چاپ شوی او ( وا وامسلمانی ) يی عنوا دی .

دې شعر په ما باندی ډير زيات اثر وکړ . د ريا او تزوير عالم او هغه کسان چه اسلام غوندې يو لوړ او مقدس شی د خپلو شخصی او نفسی اغراضو دپاره وسيله کوی ، د دغه شعر په لوستلو ماته نور هم تور او بد په نظر راغله . زما په زړه کی چه له دوی سره کوم ، د خدای دپاره ، بغض پروت دی ، دا شعر يی زما په نظر کی ډير محبوب او مقبول وګرځاوه .

زما دا مفکوره نوره هم قوی شوه ، چه بايد مونږ حضرت مجددالفت ثانی علپه الحمه او هغه کسان چه په دروغو مونږ ته ، لکه دغه لوړ جنب ځان ښيي ، بيل کړو او د صبح صادق او صبح کاذب فرق او تميز وکړو .

داشعر علاوه په حقيقي او انتقادی قيمت شعری او ادبی سرمايه هم ډيره زياته لری او ملاحت ومصلحت دواړه پکی جمع شوی دی .

کوم کسان چه د ا شعر وجدانا خپل وصف الحال بولی او په زړه کی پوهيږی چه خدايږو ښه يی پيژندلی يو ، هغه شايد دا شعر بد وګڼی ، مګر د حق او حقيقت طرفداران او د حقيقي اسلام مينان به يی ډير خوښ کړی .